+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

رهبري هره ورځ کار ته اړتیا لري: په یوې ورځ کې نه رامنځته کیږي

article-226.gif

د نومبر ۱۱مه:

ل. جان سي مکسویل

ژ: روکیان

د رهبرۍ وده داسې ده لکه چې یو څوک د اسهامو په بازار کې پانګه اچونه کوي. که غواړې چې بخت دې په یوې شپې کې وځليږي او سهار چې راپاڅې... نو دا هیله دې بې ځایه ده! د رهبرۍ د ودې لپاره ته باید په اوږد مهال کې ښه ډیر کار هره ورځ ترسره کړې.

که غواړې چې بیخي غوره رهبر شې نو هره ورځ باید د ځان د ودې لپاره یو څه وکړې ترڅو د وخت په تیریدو سره ښه پایله له ځان سره ولري.

لومړی پړاو: زه نه پوهیږم چې په څه نه پوهیږم:

که یو څوک په دې نه پوهیږي چې په څه نه پوهیږي نو په دې پوه شه چې وده نشي کولای!

دویم پړاو: زه پوهیږم چې پوهیدلو ته اړتیا لرم:

ځینې خلک ځانونه مشر، مشر کوي خو چې وګوري څوک یې تر شا نه دي روان، باید په دې پوه شي چې د ځان غټولو لپاره اړ دی چې په ځان کار وکړي!

دریم پړاو: زه پوهیږم چې په څه نه پوهیږم

که غواړې چې ښه وځلیږې نو باید نور له ځان سره په لاره روان کړې ځکه د هر فن ماهر خو ته نه یې! په هر څه خو ته نه پوهیږې؛ جامع الکمالات خو هم نه یې نو ځکه پخپل سفر کې اړ یې چې نور له ځان سره روان کړې!

څلورم پړاو: زه پوهیږم او وده کوم نو پوه شه چې اوس دې خپله اصلي لار وموندله

کله چې ته پخپلو کمزورتیاوو او نیمګړتیاوو پوه شې او بیا یې د لمنځه وړلو په موخه لاس په کار شې نو پوه شه چې د بري لار دې وموندله!

پنځم پړاو: ځکه مخ په پورته ځم چې پوهیږم

کله دې چې څلورم پړاو عملي کړ نو بیا پوه شه چې نوره دې څوک مخه نشي نیولی او پخپله به مخ په پورته روان وې بې له دې چې څوک دې ټیله کړي او یا دې څوک مرستې ته را ودانګي!

له The Irrefutable Laws of Leadershipکتاب څخه!

 

آیا په دې پوهیږې چې د رهبرۍ په پروسې کې ته په کوم ځای کې موقعیت لرې؟