+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د خلوص ګټه: اعتماد

article-237.jpg

نومبر ۹مه

د خلوص ګټه: اعتماد

ل. جان سي مکسویل

ژ: روکیان

د خلوص پایله دا ده چې ته د خلکو په زړونو کې ځای مومې او هغوی درباندې باور کوي!

که د اعتماد وړ شخص ونه اوسې، نو هیڅ یې! په شخصي او مسلکي اړیکو کې یواځینی شی چې خورا زیات اهمیت لري هغه اعتماد دی!

اعتماد خلک د سریخ په څیر سره نښلوي! که غواړې چې یو بانفوذه شخصیت درڅخه جوړ شي نو باید او باید باوري شخص و اوسې!

نن سبا مخکې له هر څه باید خلکو ته په ثبوت ورسوې چې تا یو اعتمادي شخص یې! او خلک هغه وخت درباندې اعتماد کولای شي کله چې ته یو ښه کرکټر ولرې!

ته خلک هغه وخت پیژندلی شې کله چې له یوه ماشوم سره خبرې کوي؛ کله یې چې د ګاډي ټایر پنچر وي؛ کله یې چې د شعبې مدیر په جلسې کې وي؛ او کله چې دوی فکر کوي چې کیدای شي هیڅوک خبر نشي!

خو هغه کسان چې بارونه رامنځته کوي په هر ډول حالاتو کې یو ډول او ثابت وي!

له Becoming a Person of Influence!کتاب څخه!

 

آیا ته هم د هغو کسانو له جملې څخه یې چې په هر ډول حالاتو کې یو ډول چلند کوي؟