+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

بدلون ته تیار اوسه!

aticle-236.jpg

د نومبر ۸مه!

بدلون ته تیار اوسه!

ل. جان سي مکسویل

ژ: روکیان

د فوځي تاریخ یو خورا نوموتی جنرال ناپلیون بوناپارت یادیږي! بوناپارت په ۲۶ کلنۍ کې بشپړ جنرال شو! ده د خپلې بریا ګټلو لپاره له چالاکۍ، ټګمارې زړورتیا او ځلیدونکې چابکتیا څخه ګټه پورته کړله.

د ویلنګټن ډیوک چې د جنرال تر ټولو سخت زړی دښمن وايي:"زه د جګړې په میدان کې د ناپلیون شتون له ۴۰٫۰۰۰زرو عسکرو سره مساوي بولم!"

ناپلیون خپل هغه دښمن ته چې ده ماتې ورکړیده داسې وایي: "ستا ستونزه په دې کې ده چې ته د جګړې لپاره پلانونه د جګړې له پیل څخه یوه ورځ دمخه کاږې!"

ناپلیون د خپل مات دښمن یوه تشه په نښه کړې وه او هغه د هغه توافق نه ښودنه وه! که ته بدلون ته آماده وې او یا هم د بدلون په لټه کې وې نو بریا ستا ده!

لهThe 17 Essential Qualities of a Team Player! کتاب څخه!