+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

خلکو ته ورزده کړه چې د خپل ځان غځوونکي شي:

article-224.jpg

نومبر ۴

 

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

د ښوونکي په اړه ویل کیږي چې تل یې موخه دا وي چې زده کوونکي ورسوي څو هغوی ددوی له مرستې پرته خپل کارونه سمبال کړای شي. د یوه مشر په اړه هم دغه خبره صدق کوي. که ستا موخه دا وي چې له خلکو سره کار وکړې څو د هغوی د ودې او پرمختګ سبب شي نو هغه څه ورته مهیا کړه چې دوی پرې وده او پرمختګ کولای شي. په دې یې پوه کړه چې څنګه زیرمې ومومي او څنګه وکولای شي څو د خپلو ارام ساحو څخه پخپله ووځي. هغه کسان هم ورته په ګوته کړه چې ددوی د لا ودې او پرمختګ سبب کیدلای شي. که چیرې دوی په دې وتوانیدل چې خپله وده وکړي او په تلپاتي ډول د خپلو ستونزو پخپله حلوونکي شول نو پوه شه چې دوی ته دې یوه غیرمعمولي ډالۍ په نصیب کړله!

یوه بله خبره چې اوریدلې مې ده وایي: "هیڅکله یو څوک تر هغې نشي غني کیدلای څو نور غنیان نکړي!"

که ته په دې وتوانیږې چې نور غني کړې او بل پړاو ته یې ننباسې نه یوازې دا چې تلپاتي خوښي به دې په نصیب شوي وي بلکې په هغوی به دې نفوذ د پخوا په پرتله لاپسې زیات شوی وي.

له Becoming Person of Influenceکتاب څخه!