+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

خپل ځان ارزښتمن کړه

article-223.jpg

نومبر۳

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

مخکې مو هم په دې خبره وکړه "هغه څه چې نه لرې څه به یې نورو ته ورکړې!" ځینې خلک به مو لیدلي وي چې ښه او نرم زړه لري او غواړي چې نورو ته یو څه ورکړي خو نشي یې ورکولای ځکه له خپل ځان سره کوم څه نه لري—پخپل ځان یې کار نه دی کړی!

پخپل ځان کار کول او یا هم خپل ځان ارزښتمنول هیڅکله د خود غرضۍ په مانا نه دی!

کله چې تاسو یو نوی شی زده کوی؛ په کوم نوي هنر برلاسه کیږئ، دغه کار نه یوازې ستاسو د ودې او پرمختګ سبب ګرځي بلکې تاسو ته ددې وړتیا بخښي چې له نورو سره مرسته وکړې!

په ۱۹۷۴ز کال کې د ځان په رسولو پسې ولګیدلم؛ ما ویل چې په ځان کار کول ددې سبب کیدای شي چې وزیر دې شم! کتابونه مې ولوستل؛ په کانفرانسونو کې مې برخه واخیستله؛ له مشرانو سره کیناستلم! څه خبر وم چې دغه ژمنتیا به مې له نورو سره د مرستې سبب شي!

څومره چې زه وده کوم، دغه وده مې له نورو سره د مرستې سبب کیږي! دا چې زما وده له نورو سره زما د مرستې سبب شوې، مطمین اوسئ چې ستاسو په حق کې هم ورته کار له ځان سره پایله لري!

له 25 Ways to Win with Peopleکتاب څخه!