+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د ۸۰/۲۰ اصل

article-222.jpg

نومبر ۲

 

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

کلونه پخوا، هغه مهال مې چې د خپل تحصیل په سوداګریز سند کار کاوه، د پیریټو اصل په اړه مې مالومات وموندل!

ډیری خلک یې د ۸۰/۲۰ اصل بولي. که څه هم هغه مهال مې ددې اصل په اړه ډیر مالومات نه درلودل خو بیا مې هڅه وکړله چې د خپل ژوند په کاري ساحو کې یې پلي کړم. ددې اصل د پلیتوب په ۲۰م کال پوه شولم چې د یوه فرد او یا هم یوې ادارې لپاره دا تر ټولو مهم اصل دی. هر څوک او هر مشر لپاره اړینه ده چې په دې اصل ځان پوه کړي او سر پرې خلاص کړي. په یوې ادارې کې ټول خلک له یوې مخې کار نه کوي. په اداراتو کې ۲۰ سلنه داسې خلک شتون لري چې هغوی د ۸۰ سلنو کارونو مسؤلیت په غاړه لري او همدغه ۲۰ سلنه خلک دي چې اداره یې په پښو درولې او د ۸۰ سلنو نورو کاري ژوند یې تضمین کړیدی.

لاندې تګلاره کولای شي چې د یوې ادارې د مثمریت کچه اوچته کړي:

  1. ‍وګوره چې په ادارې کې دې څوک ۲۰ سلنه غوره او وړ کسان دي!
  2. خپل ۸۰ سلنه د خلکو لپاره وقف کړی وخت دې له همدې ۲۰ سلنو خلکو سره تیر کړه!
  3. خپل ۸۰ سلنه د مامورینو د انکشاف بودجه دې په همدې ۲۰ سلنه مامورینو ولګوه.
  4. وګوره چې کوم ۲۰ سلنه کارونه ۸۰ سلنه پایلې رامنځته کولای شي! د خپلو وړو کارونو لپاره یو سکرتر ونیسه.
  5. له دغو ۲۰ سلنو خلکو وغواړئ چې د ۲۰ سلنو نورو مامورینو لپاره روزنیز ورکشاپونه په لاره واچوي.

 

په دې پوه شئ چې موږ هغه څه خلکو ته ښيو چې موږ پرې پوهیږو او هغه څه تولیدوو کوم څه چې یو—له بازه باز او له خربوزې...

له Developing Leader within You!کتاب څخه