+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د نومبر اوله:

Rokyan Management Consultancy International FZE

توافق:

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

په ډلې (ټيم) کې کار کول او جدي بودن دواړه یو ځای سره نشي اوسیدلی. که غواړې چې له نورو سره ښه کار وکړې او یا هم د ټيم ښه لوبغاړی واوسې نو باید او باید توافق ته آماده و اوسې. هغه کسان چې د ټیم لوبغاړي دي او توافق کولای شي لاندې ځانګړتیاوې لري:

الف: د زده کړې وړ:

ډیانا نیاډ وایي: " زه دې ته تیاره یم چې هر ډول حالت ته ځان ورکړم—هغه که ویر وي؛ خفګان وي؛ تنګستیا وي او کوم بل څه ځکه زه په دې پوهیږم چې تجربه مې بل پړاو ته رسولی شي او د بریا بلې پوړۍ ته مې خيژولی شي! زه خوښیږم چې په ناڅرګندو شیانو پوه شم او دا کار سخت نه دی یوازې موانع له منځه وړل پکار دي!"

هغه کسان چې په اسانۍ توافق ښيي، تل هڅه کوي چې د نوو ډګرونو موندلو ته په ټولو نورو شیانو الویت ورکړي!

احساساتي ډول په امن کې—مصؤن وي: هغه کسان چې په احساساتي ډول سره په امن کې نه وي، تل هر څه ته د خطر او تهدید په سترګه ګوري. که ډلې ته یې کوم وړ او له دوی څخه لږ پوه کس ور شامل شو نو بیا فکر کوي لکه چې خپل مقام، حیثیت، دنده یې له لاسه ورکړله! خو مصؤن خلک بیا هیڅکله دا ډول فکر نه کوي. هغوی پخپل لیاقت په مسؤلیتونو کې بدلون راولي او نوی حالت ارزوي ترڅو عمومي حالت بدلون ومومي!

مبتکر وي: هغه کسان چې توافق ښيي، د ستونزو پرمهال د حل لارې راوباسي او نوښتونه کوي ځکه چې پخپله دغه توافق ښودنه هم یو ډول نوښت دی!

د خدمت جذبه ورسره وي: هغه کسان چې توافق نه ښيي، نورو ته هم د چوپړ سبب او عامل نشي ګرځیدلی! ټول پام یې پخپل ځان متمرکز وي! خو ددغې ډلې برعکس، هغه کسان چې توافق ښيي، هغوی تل په دې هڅه کې وي چې خپل ټیم ته یو څه ترسره کړي!

که غواړې چې په ټولې مانا سره د ټیم لوبغاړی شې نو له ټیم سره توافق وښيه؛ هیڅکله دې فکر ته په خپل سر کې وده مه ورکوه چې ټیم باید له ما سره توافق وښيي!

له The 17 Essentials of a Team Playerکتاب څخه!