+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر ۳۱مه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

له ترسره شوو پیښو څه شی زده کولای شم؟

زه چې کله د چارلس سکلز پينټز (ممپلي) کتاب لولم نو خوند ترې اخلم.

د مسخرو ددې کتاب په یوې برخې کې چارلس براون د ساحل په غاړه د شګو یوه ودانۍ جوړه وي. د ودانۍ له تکمیل څخه وروسته، چارلس شا ته راځي او خپلې جوړې کړې ودانۍ ته ګوري چې څنګه یې جوړه کړیده خو اوبه راځي او د څو شیبو مخکې جوړه شوې ودانۍ وړي.  چارلس تشي په لاس اوبو ته ګوري او وایي:"په دې کې به هم یو درس وي خو نه پوهیږم چې کوم یو؟!"

خلک باید له خپلو اشتباهاتو او غلطیو څخه زده کړې وکړي. زما په فکر شاعر لارډ بایرن ښه خبره کړې چې وایي: "بدمرغي د حقیقت دروازه ده!"

زه نشم کولای چې تاسو ته الف.ب.جیم لارښود وړاندې کړم چې یو سړی باید څنګه او څه ډول له خپلو غلطیو زده کړې وکړي ځکه هر وضعیت او حالت له بل هغه توپیر لري او یو ډول نه وي.

که ته په دې هڅې کې وې چې له هرې پیښې زده کړې وکړې نو وده کولای شې او پرمخ تللی شی. یوه بله خبره هم درته کوم هغه دا چې که چیرې یو ښه ذهنیت ولرې نو ستونزې او خنډونه پخپله ځانونه در پیژني.

له Failing Forwardکتاب څخه!