+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر ۳۰مه

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکتوبر ۳۰مه

شخصي وده

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان 

 

ما یو څه وخت دې ته وقف کړیدی چې خپل شاوخوا کسانو ته وده ورکړم. یو مشر وایي: "تا عمدتاً زه له یوې لسیزې ډیر زیات وروزلم او زما د انکشاف په برخه کې دې هلې ځلې وکړې!" زه خپلو مشرانو ته د مشورې او مرستې په موخه وخت ورکوم. زه دوی ته وخت ورکوم چې ستونزې له ښکرونو ونیسي او مقابله ورسره وکړي. په عمومي ډول د دوی د روزنې په موخه یو څه وخت ورته اختصاصوم. هغه میاشتني درسونه چې زه د رهبرۍ په اړه په لاره اچوم، د ډیرو مشرانو لخوا ارزښتناک بلل شویدي.

یوې بلې خو زما په اړه داسې وویل: "دی تل هڅه کوي چې شاوخوا کسان یې رسیدلي او وړ وي ترڅو له هغو مزایاوو خوند واخلي چې دی یې پخپله اخلي."

زه تل هڅه کوم چې خلکو ته هر هغه څه ورکړم چې زه یې لرم. که له ما سره کومه ارزښتناکه تجربه وي نو ورسره شریکوم یې. زه تل هڅه کوم چې هغه فرصتونه چې ما ته مساعد دي له خپلو خلکو سره شریک کړم! تاسو هم همداسې کوئ له خلکو څه مه پټوئ. په دې ډول سره به مو نه یوازې پخپله وده کړې وي بلکې نور به مو هم رسولي وي.

له Developing Leaders Around Youکتاب څخه!

دا را ته ووایه چې د نورو د رسولو او ودې په موخه نن څه شی کولای شی؟