+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر ۲۹مه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکتوبر ۲۹مه:

سالم رقابت رامنځته کړه 

 

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

ستا په نظر څنګه ډیر زر د خپل مسلک اغیزمنتیا معلومولای شی؟ کیدای شي تاسو میاشتنۍ او یا هم کلنۍ موخې تعین کړي وي. خو شاید تاسو وغوړای چې پوه شی چې نن څنګه روان یاست؟ که همداسې یوه خبره مو په ذهن کې را وګرځي نو څه به کوئ؟ کیدای شي ته خپل د کړنو لست وګورې او یا هم له خپل رییسه وپوښتې چې څنګه روان یې خو زما په فکر غوره به وي چې هغه کسان وګورې چې ستا هممنصبه دي او د هغو کارونو په کولو بوخت دي چې ته پرې بوخت یې! که ترې مخکې وې نو ځان باید په دې پوه کړې چې هغه څه دي چې ته یې ترې مخکې کړی یې او باید لا نور کار پرې وکړې او که ترې وروسته وې باید په دې ځان پوه کړې چې کوم څه غلط روان دي او ستا د شا ته تګ مخه یې نیولې ده.

کیدای شي نتیجه یې ۱۰۰ فیصده نه وي خو ته عمومي نظر او ارزونه د ځان په اړه ترلاسه کولای شی.

له 360 Leaderکتاب څخه!

نن خو یو څه وخت په دې تیر کړه چې هغه کسان وګورې چې ستا د مسلک په کارونو بوخت دي تر څو پوه شې چې په څه کې ترې مخکې یې او په څه کې ترې وروسته!