+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر ۲۸مه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

ستونزې ژوند ته مانا بخښي

ل: جان سي مکسویل

ژ:روکیان 

 

د خلکو په ظرفیت باور ولره:

ګویته وایي:"که سړي ته د هغه څه په سترګه وګورې چې دی نو خراب دې کړ؛ که سړي ته د هغه څه په سترګه وګورې چې کیدونکی او یا هم جوړیدونکی دی نو کولای شی چې وی رسوې!"

د هغو خلکو په اړه فکر وکړه چې ستا په ژوند کې یې بدلون راوستلی دی: هغه ښوونکی چې باور یې درلوده ته یې ترلاسه کولای شی؛ هغه رییس چې تا ته یې د کولو فرصت درکړ؛ هغه سلاکار چې ته یې په دې پوه کړلې چې د ښه ژوند په موخه باید څنګه بدلون ته مخه کړې. هغه ښځه او سړی چې تاته یې دومره مینه درکړله چې باالاخره تا وویل:"زه یې کوم!"

که پورته خبرې خلاصه کړم نو ویلای شم چې داسې نه ده چې دغه کسان په هماغو محوري وختونو کې همالته وو چې تاته یې دومره خوښۍ او بریاوې در وبخښلې بلکې ځینو هغوی دغه محوري وختونه او فرصتونه درته وزیږول!

دغو کسانو چې کله هم کوم فرصت لیدلی او په دې پوه شوي چې ته یې کولای شی نو تا ته یې د کولو فرصت درکړیدی. دوی په تاسو کې هغه څه لیدلي چې حتیٰ تاسو پخپل ځان کې نه وو لیدلي او نه مو هم حس کړي وو. نه غواړې چې ته نورو ته د همدې کسانو په څیر شې؟ که ځواب مو هو وي نو له نورو سره باید مینه وکړې او د ۱۰ لسو په سترګه ورته وګورې! که کورنۍ لرې نو لومړی یې له خپلې کور ودانې او ماشومانو څخه پیل کړه او بیا دایره ورو، ورو لویوه.  که د نورو په بریاوو دې باور وکړ، نو باوري یم چې ښې لاسته راوړنې به ولرې.

لهWinning with People کتاب څخه!

د نورو په بریاوو د باور کولو په برکت همدا نن نورو ته یو محوري حرکت رامنځته کړه.