+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکټوبر ۲۷مه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

ستونزې ژوند ته مانا بخښي:

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

 

یوه عاقل فیلسوف یو ځلې ویلي وو: "د باز د تیز او ارام سفر په مقابل کې یواځینی ستونزه هوا ده!" که یارانو هوا هیڅ نه وای نو باز به پرواز څنګه کاوه؟ ددې پر ځای چې مغرور باز والوتلی شي، لاندې به غورځيده. ویلی شو چې همدا هوا د پرواز سبب شویده.

د یوې وړې کیښتۍ د تګ په لار کې اصلي ستونزه اوبه دي. خو د همدې اوبو د مقاومت له کبله د ماڼو لرګي ددې سبب کیږي چې کیښتۍ مخ په وړاندې لاړه شي. ویلی شو چې همدا اوبه د کیښتۍ د تګ سبب شویدي.

د بریا د رامنځته کیدلو لپاره ستونزې مهمې دي. که چیرې یو څوک په ژوند کې له ستونزو، مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ نشي، هیڅکله د بریا مخ نشي لیدلی او ټولې وړتیاوې یې له صفر سره مخامخیږي. که ستونزي نه وای نو نوښتونه به نه وای. ناپوهي د پوهې د رامنځته کیدو سبب ګرځي؛ ناروغي د دوا! ګډوډي ددې سبب کیږي چې سوله، نظم او حکومت رامنځته شي.

موږ ټول تل په دې هڅه کې وو چې څنګه له مسؤلیتونو او ستونزو څخه ځان وباسو او وساتو! زه به تاسو ته د هغه ځوان پوښتنه را ولاړه کړم چې له سپین ږیري یې پوښتلي وو: "د ژوند تر ټولو دروند بار څه شی دی؟"

سپین ږیري ورته ویلي وو:"د کولو لپاره د هیڅ شي نه درلودل!"

 

له Developing Leader within Youکتاب څخه!

 

ستونزو ته دې وخت ورکړه چې د نوښتونو او غښتلتیاوو سبب دې شي!