+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

غیر لفظی پیغامونه-دریمه برخه

article-212.jpg

ل. سمیع الله ایلم، کابل

اکتوبر۲۰۱۳،۲۸

لمسول:

لمسول کولای شي ځینی پیغامونه مفاهمه کړي. خو دا ستاسو په انداز او هغه حالت چې تاسو په کې موقعیت لری، تړاو لري. زیاتره مهال د مامورینو لمسول، په ښوونځیو کې د زده کوونکو لمسول یو ډول ستونزو ته لار پرانیزي چې بیا خبره تر شکایتونو او محکمې رسیږي.

د ماشوم په سر لاس کشول د شفقت په مفهوم اخیستل کیږي.

لمسول د کار ځای یوه مهمه برخه ده. نرس باید خپل ناروغ لمس کړي؛ یو مدیر باید خپل مامور په شا وټپوي. خو تل هم داسې نه ده. د مامور په شا ټپول، د هغه د تشویق په مفهوم دی خو ځینې مهال لمسول د یو ډول نا راحتي سبب ګرځي. ناروغ یې، یو څوک دې ټپوي؛ مټ څخه دې نیسي؛ دغه شیان دې حتماً د ناراحتۍ سبب کیږي. فوراً چیغې کوې:"نه! بس کړه!"

دا چې څوک باید لمس شي او څوک نه، دا موضوع په عمر، جنسیت او مقام پورې اړه لري. یو مدیر لکه څنګه چې مخکې مو وویل کولای شي خپل مامور لمس کړي خو مامور نشي کولای چې خپل مدیر ته شاباسی ورکړي او یا هم هغه په ولي باندې وټپوي چې آفرین! ښه کار دې ترسره کړ.

یو ښوونکی کولای شي چې یو نارینه زده کوونکی د ټولګي مخ ته راوغواړي؛ له مټه یې ونیسي خو د ښځو په برخه کې بیا دا ډول اقدام د منلو وړ نه دی. په ځانګړې توګه زموږ په ټولنو کې.

اواز:

د یو چا اواز دا نه دی چې څه وایي بلکې څنګه یې وایي هغه دی. ځینې خلک ډیر تیز غږیږي. کله چې یو څوک په تشویش کې وي؛ یا هم په غوصه وي نو د خبرو سرعت یې زیاتیږي.

تاسو به ځینې هغه کسان چې په خبرو کې بندیږي لیدلي وي خو چې کله هم احساساتي کیږي دغه بندش په خپله له منځه ځي. پوره کلیمې وايي او جملې په ښه ډول سره افاده کوي. دغه کسان د کنځاوو او یا هم پوچ ویلو پرمهال هیڅ  نه بندیږي.

د خبرو سرعت په سیمیزو توپیرونو پورې هم اړه لري. د ځینو سیمو خلک په طبعیي ډول تیز غږيږي.

د اواز کیفیت هم مهم دی. که یو سړی د ښځې په څیر خبرې کوي او یا هم کومه ښځه د نارینه وو په څير اواز ولري، حتماً به ناراحته وي او هغه رسوخ او نفوذ چې یو سړی او یا هم یوه ښځه یې باید ولري دوی به یې نه لري. ځینې نور دي چې په سپږمو کې غږیږي. پزه یې تل بنده وي.

 

 

د اواز لوړ والی او ټيټ والی:

ځینې اوازونه کولای شي چې یو اوریدونکی په خوب لاهو کړي. ځینې له دې کبله چې یکنواخته خبرې کوي، خسته کن تمامیږي. د اواز لوړوالی- ټيټ والی کولای شي چې د متکلم په لوري د مخاطبینو پام را جلب کړي. دا چې په لوړ اواز خبرې کوي د خلکو د توجو سبب کیږي او هم کولای شي د خپلی خبری اهمیت و نورو ته وښیي.

 

چوپتیا:

چوپتیا هم کولای شي چې مقابل اړخ ته ځينې پیغامونه ولیږده وي چې په لنډ ډول یې مثالونه

راوړو:

  • ځواب موندنه:ځینې وخت خو متکلم ځکه چوپتیا اختیاره وي ترڅو ځواب ومومي. هغه ځواب چې ورڅخه غوښتل شوی او یا هم هغه څه چې ویل یې غواړي نه پرې پوهیږي. همدلته نو یو څه چوپتیا اختیاره وي او یا هم دکلیماتو ترمنځ فاصله رامنځته کوي ترڅو هغه هیره شوې خبره را یاده کړي.