+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکټوبر ۲۶مه

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکټوبر ۲۶مه

آیا وخت په خلاصیدو دی؟

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان 

 

"یوه خبره په ځای کول له دوو خبرو بې ځایو څخه غوره ده!"که دا خبره پیړۍ مخکې د منلو وه او اهمیت یې درلود زموږ په دې اوسنۍ نړۍ کې چې د مالوماتو سرعت یې خپل حد ته رسیدلی بیخي د منلو او عملي ده!

د کونوکو پخوانی مشر کونسټنټاین نیکانډروس وایي:"زموږ د نن سبا بازار له هغو تیوریو او نظریاتو ډک دی چې راغلې او لاړې خو خلکو ورته توجه ونکړه او نه یې هم اهمیت ورکړ. په دغه بازار کې د هغه فرصت شیشې هم پرتې دي چې کړکۍ یې په زوره وویشتل شوه!"

یاره یوه خبره درته کوم. که فکر کوې چې په انتظار، انتظار کوم فرصت دې له لاسه وباسي نو غوره به وي چې مخ په وړاندې ګام پورته کړې او د ترلاسه کولو په موخه یې هلې ځلې وکړې. زه منم چې مشران ډیر کله د خپلو مامورینو خبره نه اوري او نه یې هم مشورو ته په ښه ډول غوږ نیسي. خو دا خبره هیڅ نشي زغملی چې څوک ورته ووایي:"ما فکر کاوه چې داسې به کیږي!" خپل مشر ته د تصمیم نیولو په موخه فرصت ورکړه.

له 360 Leaderکتاب څخه!

مخکې له دې چې وخت مو له لاسه ووځي، خپل مشر په فرصتونو پوه کړه او ورته په ګوته یې کړئ.