+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر ۲۴مه

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکتوبر ۲۴مه

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان 

 

په اوچتې لارې ځه!

اوچته لاره هغه لاره وي چې ډیر خلک پرې تګ و راتګ نشي کولای. زه دا خبره ځکه کوم چې په اوچته لار خارق العاده فکر، سوچ او عمل ته اړتیا لري. هغوی چې په دې لاره تګ کوي هغوی خپل ځان او نورو ته د خوښۍ او بریا سبب ګرځي.

 

هغه چې په اوچتې لارې ځي، خپلو موخو ته لار موندلی شي. ته هغه وخت په اوچتې لارې تګ کولای شې کله چې:

  • ته له حده زیات محتاط واوسې تر دې چې خلک فکر وکړي چې ستا احتیاط بیخي عقلاني نه دی
  • ته له حده زیات خطر په ځان ومنې
  • ته له حده زیات رویایي فکر وکړې تر دې چې نور فکر وکړي چې ستا فکر بیخي ممکن نه دی
  • ته له حده زیات په ممکاناتو باوري وې تر دې چې خلک فکر وکړي چې هیڅ امکان نه لري.
  • ته له حده زیات کار وکړې چې نور فکر وکړي چې هیڅ د دومره کار اړتیا نه وه/نشته!

که په پورته نسخې عمل وکړې نو هیڅکله ماتې نشې خوړلی او نه هم څوک درباندې حمله کولای شي. کله چې ته د خپل ټول توان په اندازه کارونو ته غیږه پرانیزې، خیر دې چې عواقب بیا منفي راخیژي! نه دې بیا ځان او نه هم نور ملامتولای شي.

له Winning with Peopleکتاب څخه

ته همدا نن په دې اوچتې لارې تګ ته ځان تیار کړه؛ د خلکو خبرو پسې مه ګرځه چې څه وایي  او څه کوي!