+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د بریا هستوي ځانګړتیاوې

aritlcle-208.jpg

دویمه برخه:

د بریا هستوي ځانګړتیاوې 

 

۵

ل: جان سي مکسویل

 

ژ: روکیان

 

 

څنګه له خلکو سره په ښه ډول کار کولای شم؟

 

دا به مبالغه نه وي چې سړی ووایي د بریا تر ټولو مهم جز له نورو خلکو سره کار کول دي!

د خلکو پیژندلو په مهارت باندې څومره قیمت ږدئ؟ که د سترو شرکتونو له بریالیو مشرانو وپوښتئ چې په رهبرۍ کې کومو ځانګړتیاوو ته اړتیا ده نو د ټولو ځواب به یو وي هغه دا چې له خلکو سره کار کول! که له متشبثینو وپوښتی چې کوم شی بریا له ناکامۍ بیلوي، نو د هغوی ځواب به وي: له خلکو سره د کار کولو مهارت!

که د پلور له مسؤلینو وپوښتی چې په پلور کې کوم شی ډیر مهم او اغیزمن رول لوبولی شي، د هغوی ځواب به وي: د محصول پرځای د خلکو په اړه ډیر مالومات درلودل!

که له ښوونکو،هټیوالو، ملایانو، شپنو ټولو سره کینی له هغوی به یوه خبره واوری هغه دا چې هغو خلکو چې وده کړې او لوړو مقامونو ته رسیدلي، دلیل یې له خلکو سره د کار کولو وړتیا وه او بس!

د خلکو پیژندلو مهارت څخه پرته نه کیږي! مهمه نه ده چې څه ډول کار کوې، یو ځلې دې چې خلک وګټل بیا نو په هر کار غلبه موندلای شې.

ته پخپله څه ډول کس یې؟

کلونه، کلونه روانپوهانو په دې وهلي چې خلک په کټګوریو وویشي. شاعره ایلا ویلر ویلاکس پخپل شعر کې "کوم یو یې؟" کې داسې وایي:

د نن سبا په نړۍ کې دوه ډوله خلک دي

له دې دوو ډولونو څخه نه زیاتیږي!

یوازې د ګنهګار او بې ګناه خبره نه ده؛ په دې خو هر څوک پوهیږي

                               ښه نیم بد او بد نیم ښه دي!

خبره د غریب او پیسه دار هم نه ده!

                               سړي کې ضمیر او روغتیا لټوه

د مغرور او عاجز خبره هم نه ده!

                              هغه چې خوشې هواوې الوځوي سړیو کې نه شمیرل کیږي

د خوښ او ناخوښ خبره هم نه ده، عمر په چابکۍ تیریږي

                             هر سړی خپلې خنداوې او خپلې اوښکې له ځان سره لري

زما مطلب هیڅکله له دغو خلکو څخه نه دی چې تاته مې یې نومونه واخیستل

                             زما په نظر سړي هغه دي چې د نورو د ارتقأ سبب ګرځي

نورو ته د بستر سبب کیږي؛ او یا هم نورو ته د خیز د تښتې په څير دنده ترسره کوي!

                           هر چیرې چې لاړ شې، نړۍ په همدې دوو ډلو کسانو ویشل شویده

 د هرو شلو تکیه وهونکو لپاره یو ارتقأ بښونکی وي

                         ته وایه په کومې کټګورۍ کې یې؟ آیا د نورو بوج سپکوې او که...

 

په شعر کې راغلې پوښتنې بدې نه دي؛ د خپلو اړیکو جوړولو او ترمیم په موخه یې باید له ځانه وپوښتو!  ویلاکس ښو موضوعاتو ته اشاره کړیده. موږ باید د نورو بارونه ورکم کړو؛ په کارونو کې مرسته ورسره وکړو؛ ارزښت یې ور ډیر کړو. که یوازې د ځان په اړه فکر کوې او یا هم هر څه د ځان لپاره غواړې نو بیا دې ډیر وزن نشته!

که د اړیکو خبره شي نو تاسو به له څلور کټګوریو خلکو سره مخامخ شئ:

ځینې خلک ژوند ته یو څه بښي چې موږ خوند ترې اخلو:

          په دې نړۍ کې ډیر داسې خلک شته چې تل دې ته مولا تړلي ناست وي چې له نورو سره څنګه او څه ډول مرسته وکړي. دوی د نورو ژوند ور جوړوي؛ دوی د نورو د ژوند مالګه او اوبه وي!

ایوانجیلیسټ ډي ایل موډي خلکو ته دا ډول سلا ورکوي:

څومره مو چې وس کیږي له نورو سره مرسته کوئ

څومره مو چې له وسه پوره وي له خلکو سره مرسته کوئ

هر ډول مو چې وس کیږي له خلکو سره مرسته کوئ

څومره چې ژوندي یاست له خلکو سره خپل وس کوئ

موډي پخپله یوه اضافه کوونکې وه. هغوی چې د نورو ژوند ته رنګ او خوند بخښي، تل دا ډول کارونه قصداً او عمداً کوي. له زړه یې کوي! له خلکو سره مرسته قربانۍ ته اړتیا لري. زما خلک خوښیږي نو ځکه تل هڅه کوم چې دوی ته یو څه ورکړم!

په دې وروستیو کې د یوې لویې ادارې مشر زه خپل ارګان ته وغوښتلم او له ما څخه یې هیله وکړله چې د رهبرۍ په اړه یې ټیم ته وینا واوروم.

کله مې چې دده پرسونل او کلیدي مدیرانو ته لکچر ورکړ نو زما د لکچر او خبرو تر اغیز لاندې راغی. دده زما د خبرو په بدل کې غوښتل ما ته یو څه راکړي. یوه ورځ یې په دفتر کې ورسره ناست وم چې را څخه وی پوښتل: "جان غواړم د هغه څه په بدل کې چې زموږ ادارې ته دې ترسره کړل، یو څه د مننې په موخه در وګرځوم. ته ګوته پرې کیږده چې زه یې درته وکړم."

ما یې په ځواب کې ورته وویل: "د هیڅ کولو اړتیا نشته. ما لکچر ورکړ او تاسو روپۍ راکړلې—خبره خلاصه!"

ده را ته وویل: "ته پریږده دغه خبرې؛ هر څوک یو شی غواړي ته وایه څه غواړې؟"

"زه یو اسان ملګری غواړم او بس!"

"ځه نو چې ته ملګرتیا غواړې زه قول درکوم!"

لیکوال فرانس ټیجر وایي:"ملګرتیا ښه اوریدونکي غوږ او مرسته کوونکي لاس ته اړتیا لري."

 

                               

 

 

ځینې خلک له ژونده یو څه منفي کوي—موږ یې زغمو

په جولیس کیسر کې د ډرامه لیکونکي شکسپیر کِسیس وایي:"یو ملګری باید  د بل کمزورۍ وزغمي خو بروټوس زما هغه دوه چنده کوي." منفي کوونکي تل ورته کارونه کوي.دوی ددې پر ځای چې زموږ ستونزې پسې کمې کړي، لا یې پسې زیاتوي. ددغو منفي کوونکو منفي اړخ په دې کې دی چې دوی هغه څه چې ترې صادریږي او یا یې هم کوي په غیرارادي ډول یې ترسره کوي. که چیرې ته نورو ته ګټه ونه رسوې او یا څه ورنکړې، حتماً ترې منفي کوې یې!

په اړیکو کې ترلاسه کول اسانه کار دی خو "ورکړه" بیا یو څه سخته! ورکړه سم دم د آبادۍ په څیر ده. که چیرې تاسو آبادي له ویجاړۍ سره پرتله کړئ، ویجاړي زر کیږي خو آبادي زر نه کیږي—وخت اخلي.

کچیرې یو څوک غواړي چې چوکۍ جوړه کړي نو وخت او مهارت ته اړتیا لري خو د همدې چوکۍ ماتول بیا هیڅ ډول هنر ته اړتیا نه لري—په څو ثانیو کې هر څه له منځه ځي.

ځینې کسان بیا دوه چنده ګټه درسوي—موږ یې قدر کوو:

هر څوک چې غواړي اضافه کوونکی شي، ارادې ته اړتیا لري. خو که غواړې چې دوه چنده اضافه کوونکی شې نو باید ماهر، ستراتیژیک، او مصمم وې.

څومره چې له یوه سړي سره ډیر لیاقت او ډیرې زیرمې وي، په هماغه کچه کولای شي چې نورو ته ډیره ګټه ورسولای شي.

زه بیا ډیر زیات طالعمند یم. زما شاوخوا بیا ډیر داسې ماهر کسان شته چې زما د ‌بریا سبب کیږي. دوی خدای په الٰهي ډ‌الیو لکه وړتیاو، تجربې، پوهې نازولي دي. زما تکړه ملګري ټاډ ډنکن (Todd Duncan)، ریک ګاډ (Rick Goad)، او ټام مولینز (Tom Mullins) هغه کسان دي چې د خادمانو زړونه یې په سینو کې دي؛ دوی پخپلو ساحو کې له هر بل چا ډیر پوهیږي؛ دوی ملګرتیا ته له بل هر څه ډیر ارزښت ورکوي؛ دوی تل هڅه کوي چې توپیر رامنځته کړي.

دوی تل له ما سره مرسته کوي چې خپل لیدلوری تیره کړم او غښتلتیاوې مې ډیرې!

زه باوري یم چې تاسو شاوخوا به هم ورته کسان وي چې ستاسو د بریا لپاره به هوسیږي او تل به هڅه کوي چې تاسو له نورو مخکې شی. که چیرې خپل شاوخوا داسې کسان پیژنی نو یو څه وخت وقف کړئ او په اړه یې یو څه ولیکئ او یا هم ورسره کینئ او وی نازوئ.

ځینې خلک بیا نو ویش رامنځته کوي—له دوی لیرې ګرځئ:

آر جي لیټورنیو (R.G.LeTourneau) د غښتلو او درندو وسایلو نوښتګر دی. دی وایي چې کارخانې یې د تل په څير یو توږونکی تولیداوه چې نوم یې و جي ماډل (Model G.)

کومه ورځ د دوی کارخانې ته یو پیرودونکی راځي او له د پلور له مسؤل پوښتي چې دغه جي څه مانا لري؟ د پلور مامور د خپلې رشتې د نورو کسانو په څير په بیړه ورته وایي چې جي ماناGossip—چغلي کوونکی: زموږ ماشین د چغلي کوونکي د خولې په څير تیز کار کوي او زر، زر خوځيږي.

ویشونکي هغه کسان دي چې تاسو تل رسوي، لاندې کوي او څومره یې چې هم وس ورسیږي دغه کار درسره کوي.

دوی د کمپنۍ د هغه رییس په څیر دي چې د خپل پرسونل مشر ته یې داسې یو یادښت لیکلی و:"په کمپنۍ کې وګرځه که چیرې زما په څير کوم ویښ، متعارض ځوان دې ومونده چې په راتلونکې کې به زما ځای نیسي نو سمدستي یې له دندې وشړه!"

ویشونکي له منفي کوونکو څخه ډیر خطرناک دي. دوی تل منفي اقدامات ترسره کوي؛ دوی نه غواړي چې څوک له دوی څخه ښه کار ترسره کړای شي؛ قصداً خلک بدو او کمزورو کارونو ته هڅوي څو دوی په کې وځليږي؛ دوی اړیکې ځپي او بدمرغي رامنځته کوي.

نور لوړو پوړیو ته ورسوه:

زما په فکر هر سړی غواړي چې د یو بل چا د ارتقا سبب شي. موږ ټول غواړو چې د نورو په ژوند کې مثبت اغیز رامنځته کړو. که چیرې غواړې چې د نورو د ارتقأ سبب شې نو په لاندو لارښوونو عمل ترسره کړه:

ارتقأ بښونکي ورځني تشویق ته ژمن وي:

رومي فیلسوف Lucius Annaeus Seneca وایي: "هر چیرې چې انسان وي، هلته د مینې او مهربانۍ لپاره ځای وي!" که په ریښتیا غواړې چې د نورو د ارتقأ سبب شې، د جورج کرین په دې خبره عمل وکړه: د نورو هڅول هره ورځ خپله دنده وګڼه!

ارتقأ بښونکي د اذیت او مرستې ترمنځ په واړه توپیر ښه پوهیږي:

ستا واړه، واړه کارونه مخکې له دې چې ته پرې پوه شې په خلکو ډیر اغیز ښندلی شي. یوه وړه موسکا کولای شي چې د یو چا ورځ ور خوږه کړي؛ د انتقاد پر ځای یوه خوږه خبره کولای شي چې د یوه انسان ژوند ور جوړ کړي. ته هره ورځ کولای شی چې د یو چا ژوند ور جوړ او یا هم ور خراب کړې. ستا هر کار کولای شي چې تاسو ته تر ټولو نږدې—ماشومان، والدین، کډه—تر خپل منفي او مثبت اغیز لاندې راولي نو ځکه درته وایو چې هر کار چې ترسره کوې په احتیاط سره یې ترسره کوه.

ارتقأ بښونکي په منفي چاپیریال کې مثبت ټوکولی شي:

په مثبت او یا هم خنثیٰ چاپیریال کې مثبت اوسیدنه یو څه دي؛ خو په منفي چاپیریال کې د بدلون رامنځته کولو لپاره وسیله ګرځیدل بل څه دي. دغه ارتقأ بښونکي تل دویم کار کوي—یعنې په منفي چاپیریال کې د مثبت بدلون رامنځته کولو لپاره وسیله ګرځيدل: کله کله دغه بدلون د یوې وړې خبرې په کولو سره رامنځته کیږي او کله، کله بیا نو عملي اقداماتو ته اړتیا لیدل کیږي.

امریکایي انقلابي بین فرنکلین په منفي چاپیریال کې  د مثبتې اړیکې د رامنځته کولو په موخه د احسان غوښتونکی کیږي. نوموړی پخپلې آټوبیوګرافۍ کې لیکي چې په ۱۹۷۱ز کال کې زه  د امریکا په عمومي اسامبلۍ کې د کاتب مقام ته نوماند شوم خو یو داسې کس موجود و چې زه  یې نه خوښیدم او کولای یې شول چې زما د نوماندۍ مخه ونیسي. فرانکلین لیکي چې له دغه سړي سره یو داسې کتاب و چې په بل ځای کې نه موندل کیده. ما ددې کتاب د ترلاسه کولو په موخه ده ته لیک ولیکه او ترې ومې غوښتل چې که دغه کتاب ما ته راکړي نو په ما به یې احسان کړی وي.

سړي زما خبره ومنله او کتاب یې ماته راکړ. دغه دواړه کسان د یوه کتاب له لارې د تل لپاره سره ملګري شول.

ارتقأ بښونکي پوهیږي چې ژوند د کالیو اغوستلو تمرین نه دی:

زما دغه خبره ډیره خوښیږي چې وایي:"نړۍ فاني ده! که کوم ښه مې له وسه کیږي او یا کوم کار چا ته کولای شم نو غوره به وي چې همدا اوس یې ترسره کړم ځکه د بیا کولو چانس کیدای شي سبا ونه موم!"

هغوی چې غواړي نورو ته ارتقأ وبښي، سبا او بلې ورځې ته نه ګوري. همدا نن اقدام کوي او ګام پورته کوي.

هر سړی کولای شي چې نورو ته د ارتقأ سبب وګرځي. دې ته اړتیا نشته چې ته دې ډیر زیات پیسه دار وې؛ مهمه نه ده چې ته دې په دې لار کې نابغه وې! هره ورځ دې چې فرصت ومونده د نورو د ښیګڼې او ارتقأ سبب ګرځه! سبا او بلې، او بلې ورځې ته مه ګوره! ګام پورته کوه او مخکې ځه!