+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر ۲۳مه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان 

 

ځان داسې جوړ کړه چې په اسانۍ لاس رسۍ درته وشي

موږ او تاسو ډیر داسې کسان لیدلي چې طبیعت یې سوړ او له چا سره ډیر نږدیکت نه خوښوي. داسې کسان مو هم لیدلي چې له موږ سره یې د ډیرو پخوانیو ملګرو په څير چلند کړیدی.

دا خبره یوازې د لوړ پوړو خلکو ستونزه نه ده. له تا پوښتو چې ستاسو په ژوند کې ډیر مهم کسانو ته څومره تاسو ځان رسولای شئ.

آیا له خپل رییسه په اسانۍ د کوم څه په اړه پوښتلی شی؟ که غواړې له ښځې سره د یوې ستونزمنې موضوع په اړه خبرې وکړې ژبه درسره وهي او که پوره جنګ ته درته تیاریږي؟

خپله څنګه یې؟

آیا ستا شاوخوا کسان کولای شي له تاسو سره د یوې موضوع په اړه په اسانۍ خبرې وکړای شي؟ په دې وروستیو کې کله چا درباندې د بد خبر زیری کړیدی؟

کومه داسې پیښه دې یادیږي چې په دې وروستیو کې دې چا د کومې موضوع په سر مخالفت کړی وي؟

یا چا دې موضوع رد کړې او ته یې په غلطه بللی یې؟

که کله، کله داسې درسره شوي وي وي نو پوه شه چې خلک درته ځان نشي رسولی.

ځینې خلک نورو ته د نزدیکت موضوع ته په سپکه سترګه ګوري او فکر کوي چې دا خوشې یو بیهوده کار دی. خو زما په فکر دې موضوع ته په ټيټه سترګه کتل ښه کار نه دی.

 

له Winning with Peopleکتاب څخه

ځان ته د نورو د رسیدن یوه ۳۶۰ درجې سروې ترسره کړه. وګوره چې له خپل رییس سره په اسانۍ خبرې کولای شې؛ مامورین، ملګري، همکاران او د کورنۍ غړي درسره په اسانۍ خبرې کولای شي؟