+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر ۲۲مه

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکتوبر ۲۲مه

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ:روکیان 

 

پام ورته وکړه

ما د باربره بوش دغه خبره ډیره خوښیږي چې ژوند یې په اور ګاډي کې له سفر سره تشبیه کړیدی:

همدا چې انسان زیږیږي نو د ژوند اورګاډي کې سپور روانیږي؛ غواړي له وچو تیر شي او چیرته په تم ځای کې ترې کوز شي. کله چې په اور ګاډي کې د لویو وچو په لورو سفر کوو او د ژوند د اورګاډي له کړکیو د باندې ګورو نو ویده ښارګوټي ګورو، په وچو ځمکو تیریږو، ګورو چې په څنګ کې مو له سوارلیو ډک بسونه تیریږي، د غنمو پټي ګورو او...

په کارخانو تیریږو، ښارونه ګورو خو ورته کوزیږو نه ځکه په لاره کې زموږ د ګاډي تمځای دی او هلته باید ترې کوز شو او ځانونه ور ورسوو...

په ژوند کې زموږ دغه تمځای بدلیږي را بدلیږي.

په ۱۸ کلنی کې مو دغه تمځای ښوونځی وي چې ترې فارغیږو؛

بل تمځای مو ترفیع او بل مو ماشومان درلودل؛ او بیا مو بل تمځای تقاعد اخیستل دي او...

خو ډیر وروسته په دې راز پوهیږو چې د خدای (ج) په دې پایانه نړۍ کې تمځای نشته. ټول ژوند سفر دی؛ سفر خوند دی او خوند په سفر کې دی! څومره چې هم ځې، تمځای ته نه رسیږې نو غوره به وي چې هغه څه وکړې چې دغه نړۍ لا پسې ښکلې شي.

 

منزل ته په رسیدلو باندې خپله توجه متمرکزول تل ښه کار نه وي. سبا کیدای شي راشي او یا هم نه! غوره به وي چې همدا نن لاس په کار شې او له خپلې انرژۍ، فرصتونو ګټه پورته کړې!

 

له The Difference Makerکتاب څخه!

همدا اوس او همدلته هغه څه وکړه چې له لاسه دې کیږي؛ که زموږ په دې خبرې دې عمل وکړ نو له سفره به دې ګټه پورته کړې وي!