+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکټوبر یوویشتمه

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکټوبر یوویشتمه

د خپل هنر په اړه همدا نن خبرې وکړه

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

یو ځلې چې پخپلې رشتې او ساحې کې په کارونو ښه پوه شولې او ځان دې په کې بریالی لیده نو غوره به وي چې له هغه چا سره پرې خبرې وکړې چې له تا په دې ساحې کې ډیر پوهیږي او ډیر مالومات لري. ځینې خلک دغه کار  بې له دې چې څوک ورته ووایي، په طبیعي ډول سره ترسره کوي. رباب واله پخپل سر د خپل رباب په اړه غږیږي؛ پلرونه د اولادونو د روزلو په اړه خبرې کوي؛ منډې وهونکی د خپلې منډې او مارتون په اړه غږیږي!

دوی ددغو شیانو په اړه ځکه غږیږي چې خوند ترې اخلي؛ په دې خبرو سره دوی من، من غوښه اخلي! له خپل کار سره یې مینه لا پسې زیاتیږي. په دې ډول خبرو سره دوی پخپلو کاري ساحو کې نوي حلونه او نوې لارې چارې مومي.

ما ته تل خوند را کوي چې د رهبرۍ په اړه له ښو مشرانو سره خبرې تبادله کړم. زه پخپل مهال ویش کې دا ډول خبرې پلانوم. مثلأ پلانوم چې له یوه ښه مشر سره باید د زده کړې په موخه ۶ غرمنۍ یو ځای وخورم. مخکې له دې چې په دغه ورځ له دوی سره مخامخ شم، کتابونه یې لولم، ویناوې یې اورم، ددوی د تجربو په اړه مطالعه کوم!

زه غواړم چې ددوی په اړه په خوږو ټکو ځان پوه کړم. که تاسو هم دا کار وکړئ نو د هغو کسانو په غښتلتیاوو ښه پوهیږئ چې ورسره ګورئ! پام مو وي یوازې ځان د هغوی په غښتلتیاوو مه پوهوی بلکې د هغوی غښتلتیاوې خپل ځان ته هم انتقال کړئ.

د دوی غښتلتیاوې یوازې ځان ته مه انتقالوئ بلکې زده کړې  غښتلتیاوې پلي هم کړئ.

د یوې ښې او شاندارې کاري مرکې (مصاحبې) راز په غوږ نیولو کې پروت دی! غوږ نیول تاسو ته ددې فرصت در کوي چې د خپل مقابل لوري په اړه په یو څه پوه شې او هغوی ته هم فرصت برابروي چې ستاسو په اړه په یو څه پوه شي! او دا ستاسو موخه هم ده چې مقابل اړخ ستاسو په اړه په ډیرو شیانو پوه شي او ښه پوه شي!

له 360 Degree Leaderکتاب څخه!

له داسې سړي سره خبرې وکړه چې پخپله کاري ساحه کې یو څه ترې زده کولای شې!