+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکټوبر شلمه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکټوبر شلمه:

د سختې (کلکې) ځمکې قانون

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

څه فکر کوې، د رهبرۍ لپاره اعتبار څومره مهم دی؟ خورا ‌ډیر! اعتماد د رهبرۍ بنسټ دی! اوس نو بله پوښتنه دا ده چې رهبران اعتبار څنګه رامنځته کولای شي؟ په دایمي او همیشني ډول کرکټر ښودلو سره!

د یوه کس کرکټر په لسګونو او سلګونو شیان  نورو ته مفاهمه کولای شي.

زه به دلته درسره هغه مهم مفاهیم چې کرکتر یې نورو ته مفاهمه کولای شي، له تاسو سره شریک کړم:

 

  1. کرکټر ثبات او دوام مفاهمه کولای شي: هغه مشران چې باطني غښتلتیا (قوت) ونلري نشي کولای چې بدلون رامنځته کړای شي نو ځکه له اعتباره غورځي!
  2. کرکټر پوټانشیل (ظرفیت) مفاهمه کولای شي: کمزوری کرکټر د ساعتي بم په څير دی. بس د څو ثانیو خبره ده! دا ثانیې چې پوره شي، پخپله الوځي!
  3. کرکټر درناوی مفاهمه کولای شي: آیا پوهیږئ چې رهبران څنګه درناوی ترلاسه کوي؟ رهبرانو ته ځکه خلک په درناوي قایل دي چې سالمې پریکړې کوي؛ خپلې غلطۍ مني؛ د خپلو پیروانو او ادارو ګټې له خپلو شخصي اجنډاوو دمخه کوي او ورته په لومړیتوب قایلیږي.

له   The 21 Irrefutable Laws of Leadership کتاب څخه!

ستاسو کرکټر څه مفاهمه کوي؟