+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر نولسمه:

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان
د اور اخیستونکې ودې قانون:

که د پیروانو مشري وکولای شی نو ته پخپله وده کولای شی. که غواړې چې د خپلې مشرۍ اغیزمنتیا ډیره او اداره خپل ظرفیت ته ورسوې، نو ددې کار لپاره مجبور یې چې په ادارې کې مشران وروزې! بې له دې دوو لارو څخه بله هیڅ کومه لاره شتون نه لري چې اور اخیستونکې وده دې رامنځته شي!

د مشرۍ ریاضي داسې وایي:

که پخپل ځان کار وکړې، نو شخصي وده به دې کړې وي!

که ټیم ته وده ورکړې، نو اداره به دې وده وکړي!

که مشران وروزې، نو اداره به دې اور اخیستونکې (چاودیدونکې) وده —Explosive Growth وکړي!

 

که غواړې چې اداره دې خپلو موخو ته ورسیږي، او خپله هم ښه پرمختګ وکړای شی نو غوره به وي چې پخپلې ادارې کې مشران وروزې!

 

هغه مشران چې پخپلو اداراتو کې د نورو مشرانو په روزلو بوخت وي، په اداراتو کې داسې اغیزمنتیاوې رامنځته کولای شي چې نور یې تصور هم نشي کولای!

 

له   The 21 Irrefutable Laws of Leadership کتاب څخه!

یوازې د پیروانو په زیاتولو کار مه کوه، بلکې خپله انرژي دې د مشرانو په روزلو ولګوه!