+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

غیرلفظي پیغامونه-دویمه برخه

article-198.jpg

ل: سمیع الله ایلم، کابل

اکتوبر۲۰۱۳،۲۰ 

ü    :مخ

 

ویل کیږي چې مخ ۹۰ عضلات لري او په دې ۹۰ عضلاتو کې یې ۳۰ ډول،ډول پیغامونه لیږدوي. موږ له مخ څخه معلوموو چېآیا یو څوک خوښ دی، خپه دی، په تشویش کې دی، وږی دی، تږی دی، ناراحته دی او که کوم بل څه. ماشومان خپل د پلار مخ ته ګوري او بیا ترې د پیسو او یا د کوم بل شي د اخیستلو/غوښتلو هیله کوي. بې له دې چې دوی ته د پلار لخوا وویل شي چېپه ستونزو کې دی، دوی رسیدلي وي چې پلار په کوم حالت کې دی. څرګنده ده چې دوی د پلار مخ ته په کتلو پوهیږي چې خبرې وکړي که چوپ پاتې شي.

عموماً په اداراتو کې هم که چیرې موږ په یو چا کار کول غواړو او یا هم کومه خبره ورسره مطرح کوو نو مخ ته یې ګورو. د مخ له اندازه یې معلومیږي چې باید څه ډول ورسره خبرې وکړو او له کومه ځایه یې ورسره پیل کړو. 

 

ü    پښې: د پښو په واسطه هم ځینې پیغامونه مفاهمه کیږي. د پښو په واسطه اشاره کول، عموماً بې ادبي ګڼل کیږي. که څوک خپلې پښې په میز ږدي نو په جدي ډول سره مقابل جانب ته د شخصیت سپکاوی کوي خو په دې وخت کې مهمه دا ده چې ستاسو او مقابل جانب ترمنځ اړیکه څه ډول ده. عربان هغه څوک چې یوه پښه په بلې اړه وي کبرجن بولي او ښه یې ترې نه راځي. د کاري مرکې پرمهال، چپه پښه په ښۍ اړول د خودباورۍ،اطمینان په مانا اخیستل کیږي چې تاسو یې خپل مقابل جانب ته مفاهمه کوئاو په دې یې پوهوی چېتاسو پخپلو خبرو، ځوابونو او موضوع حاکمیت لرئ. په ځینو لویدیځو ټولنو کې که یو څوک ښي پښه په چپې هغې واړه وي، نو د Gay یا هم د همجنس باز په سترګه ورته کتل کیږي.

ü    ګوتې: لکه څنګه چې ګوتې بیلابیل نومونه لري، همداسې یې پیغام لیږدونه هم توپیر لري:

o      د تشهد ګوته: دغه ګوته یو، واحد رقم ښیي. مسلمانان یې د خدای (ج) ذات ته په اشارې هم کاره وي.  د خولې او یا هم غاښونو مینځلو په اړه هم پیغام لیږدوي ځکه چې مسلمانان یې د اودس ترسره کولو پرمهال په خولې کې وهي ترڅو خوله ووینځي او استنشاق ورته ویل کیږي. د تشهد ګوته د اشارې کولو پرمهال هم کاریږي. خو په ځينو کلتورونو کې په دې ګوتې سره اشاره کول، بې ادبي ګڼل کیږي. هغوی بیا نو له پوره لاس سره اشاره کوي لکه په روسیه، چین کې. مالیزیایان خوښوي چې په ګټې ګوتې سره اشاره وکړي. همدا ډول له تشهد ګوتې څخه د خبرو او یا هم یو مجلس ته دننوتلو او یا هم د وتلو پرمهال چې یو څوک اجازه غواړي،استفاده کیږي. کله، کله خو ددغې ګوتې استعمال انتقادي بڼه خپلوي او حتیٰ د جګړې سبب هم کیدای شي. که چیرې یو څوک له دې ګوتې څخه د کوم بحث پرمهال په مقابل جانب ته په اشارې دغه ګوته پورته کړي نو عواقب  به یې ښه نه وي. 

 

o      کچه ګوته چې د لاس وړه ګوته ده، زموږ په ټولنه کې یې استعمال هومره چې په لویدیځو هیوادونو کې پیغام لیږدوي کم دی. لویدیځوال تشناب ته د تګ په مهال دغه ګوته لکوي.

o      منځنۍ ګوته: ددې ګوتې پورته کول منفي پیغام له ځان سره لیږده وي؛  

o      د ګوتیې ګوته: په دې ګوته کې د نامزادۍ ګوته اچول کیږي. په افغانستان کې یې استعمال او ډیری استعمال په ښاري او یا هم په دري ژبو ورونو کېعام دی.

o      ګټه ګوته: مالیزیایان پرې اشاره کوي. که پورته وي نو مطلب دا چې کار کرده ګي مو ښه او غوره اجراات مو ترسره کړیدي خو که دغه ګوته لاندې وه نو پیغام یې د لومړني هغه خلاف سر چپه دی. ځینې مهال خو د وژلو او له منځه وړلو لپاره هم کارول کیږي.

o      V-Shape

د ګوتو په دې ډول نیونې سره بریا (فتحه) ښودل کیږي.

ü    لاسونه: خدای(ج) لاس په داسې شکل سره جوړ کړی چې په اسانۍ سره تاویږي او راتاویږي او په استعمال سره یې بلا ډیر پیغامونه مقابل لوري ته چې ستاسو مخاطب دی لیږدوي.  لاس ۲۷ هډوکي لري.

 

موږ دلاسونو په واسطه کولای شو چې:

 

o      احساسات وښیو: کله چې له لاسه موټی جوړیږي نو د موټيضربان څومره چې تاسو احساساتي کیږي هومره ددې ضربان زیاتیږي. د هیواد د وتلی تکواندو لوبغاړی نثار احمد بهاوي د هغې مسابقې په اړه چې له ایران سره یې درلوده وایي:"کله مې چې د ایران هغه ظلمونه چې له افغان مهاجرینو سره یې کړي او کوي را یادیدل نو د موټي ضربه مې بیخی زیاتیدله." په ولسي جرګې کې به تاسو وکیلان لیدلي وي چې کله په احساستو راشي، موټی جوړه وي او میزونه ډبوي. څومره چې یې احساسات ډیر وي په هماغه اندازه به یې د ډبیدو غږ اوچت وي. 

 

o      یو شکل رسم کړو: د لاسونو په واسطه کولای شو چې په هوا کې یو شکل رسم کړو، که یو څوک یو چاته د کومې جلکۍ په اړه کیسه کوي چې څنګه یوه یې خوښه ده؛ کیدای شي ووایي چې بادامي سترګې ولري او سترګی د لاس په واسطه چې ګټې ګوتې او د تشهد ګوته سره یو ځای کوي رسم کړي. د ملا په اړه یې هم کولای شی له لاسونو کار واخلي چې څنګه د ماهي په شان مولا ولري او څنګه څنار قد!

o      سلام ورکړو: عموماً د سلام ورکولو او خدای په امانۍ په وخت له لاسونو ګټه اخیستل کیږي.  د لاس ښورول په ځينو ځایونو کېد خدای په امانۍ په مانااخیستل کیږي.

o      دوستي وښیو: نږدې انډیوالان یو بل ته په لاره د تګ پرمهال لاسونه ورکوي. خو لویدیځوال د ختیځو ټولنو په دې ډول یو بل ته په لاس ورکولو خاندي ځکه چېد دوی په ټولنو کې یوازې هغه څوک داسې ګرځیدلای شي چې میړه او ښځه؛ لونډ او لونډه او یا هم همجنس بازان وي. که چیرې په یوې افغاني ټولنی کې دوه نفره لاس په لاس روان وي نو موږ فکر کوو چې صمیمي دوستان دي او هیڅکله ورته د لویدیځوالو ټولنو د خلکو په څیر نظر نه کوو.

o       سترګې، خوله، غوږونه پټ کړو: د سترګو پټول په دې مفهوم چې مقابل جانب ته وښیو چې نه یې غواړو وی ګورو. په دې صورت کې تاسو له کومې شرمناکې پیښې سره مخامخ شوي یې نو نه غواړی چې سترګې په سترګو کړئ. د خولېپټول په دې مفهوم چې مقابل جانب دې نوره خبرې بس کړي؛ ځینې مهال خو په خولې یوازې د تشهد ګوته ایښودل کیږي چې مخاطب په دې ورسوي چې نور دې نه غږیږي. که چیرې څوک په غوږونو لاس ږدي، مطلب دا چې د مقابل جانب غږ ډیر اوچت دی او ده ته یې مزاحمت کړی دی او یا هم دا چې له خبرو اوریدلو یې ستړي شوي یو او ښه خبره به وي چې نوره غږیدا بنده کړي. 

 

ü    شونډې: شونډېپه انسانانو کې په ځانګړې توګه په ښځو کې د سیکسي (شهواني) غړوپه توګه نومول کیږي. د شونډو په واسطه موږ کولای شو اشاره وکړو؛ د کو شي په اړه منفي ځواب وړاندې کړو. کله چې شونډې پرانیستل کیږي نو د خبرو کولو په مفهوم وي. 

 

نور بیا!

samiullahelam@rokyan.com/old