+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

کرکه

article-197.png

ژباړه: روکیان 

 

چېهرهغه څوک مو چې نه خوښیږي او ورسره نفرت لری نو د هر سړي په نوم یو کچالو په خلتې کې واچوئ او ټولګي ته یې راوړئ!

 

ماشومانو د هر هغه سړي په نوم چې نه یې خوښیده او یا یې هم ترې کرکه درلوده؛ یو، یو کچالو په خلتې کې واچوه او ټولګي ته یې راوړه

 

څو اونۍ وروسته په ټولګي کې د کچالانو بوی خپور شو؛ شاګردانو له ښوونکي وغوښتل چې له دې بویه یې خلاص کړي. ښوونکي ورته وویل چې ځئ چې بوی څخه په تنګ یاست نو له ټولګي یې وباسئ؛ شاګردانو، هر یو خپله د کچالو خلته له ځان سره واخیسته او له ټولګي یې ښه لرې وغورځوله.

 

کله چې زده کوونکي ټولګي ته را ستانه شول نو استاد ترې وپوښتل چې کوم شي ډیر زیات په تنګ کړی؟

 

شاګردانو وویل کله مو چې خلتې له ځان سره تر ډیرانه انتقالولې!

 

ښوونکي ورته وویل: کرکه هم همداسې ده! که لرې یې نکړئ نو دغه بدبویي به تل درسره وي. زړه به درخراب کړي؛ چیرې چې ځئ نو درسره به وي!!! په دې ډول به تل ځوریږئ!!!