+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دویم څپرکی: غیرلفظي پیغامونه

article-196.png

دویم څپرکی:

غیرلفظی پیغامونه:

ل: سمیع الله ایلم، کابل

اکتوبر۲۰۱۳،۱۸

پیغام د مفاهمې زړه او هسته بلل کیږي. پیغام به په مفاهمې کې یا لفظي وي—مطلب دا چې کلیمات به په کې کارول شوي وي؛ او یا به غیرلفظي وي—کلیمات به په کې نه وي خو بیا به هم پیغام خپل مفهوم افاده کړی وي/کوي.

حرکي ژبه، وخت، فاصله، تماس، بوی، چوپتیا، شکلونه کولای شي چې غیرلفظي مفاهمه کړای شي. غواړو په دې اړه د موضوعاتو عمق ته ننوځو:

 

ü    -د بدن ژبه(Body Language)

ü    -وخت

ü    -فاصله

ü    تماس

ü    بوی

ü    چوپتیا

ü    شکلونو

هغه څه دي چې غیرلفظي پیغامونه مفاهمه کولای شي.

 

د بدن ژبه: هغه پیغامونه چې د بدن او یا هم د بدن دغړو په واسطه مفاهمه کیږي لکه:

-         سترګې

-         مخ

-         اوږې

-         پوزه

-         لاسونه

-         پښې

-         ظاهري بڼه

 

 

ü    سترګې:

سترګو ته د روح د کړکیو په سترګه کتل کیږي. کله چې سترګې خلاصې وي نو روح هم ورسره خلاص او ازاد وي. که چیرېسترګې پټې شوې نو روح هم ورسره بندیږي.

Ø    سترګک وهل:

o      راز ساتل: د سترګک وهلو مطلب دا دی چې هغه راز چې د دواړو خواوو ترمنځ پټ دی باید وساتل شي. که مقابل جانب غواړي دریمې ډلې ته ستاسو او یا د داسې یوې موضوع په اړه چې تاسو یې افشا کول نه غواړی خبری وکړي، نو تاسو یې په سترګک وهلو پوهوی چې خوله چوله نه کړي.

o      عشقي: ښځې او یا هم مخالف او یا هم موافق جنس ته سترګه وهل ځينې سکسي غرایض له ځان سره لري. سترګه وهل خو ځینې مهال د ستونزو د راولاړیدو سبب هم کیدای شي. 

 

Ø    سترګې پټول، لاندې لیدل: کله چې څوک سترګې پټوي نو مطلب یې دا دی چې ستاسو په خبرو او یا هم په هغې موضوع کې چې پیل شوی ده، دلچسپي یې کمه شوې او یا هم هیڅ دلچسپي نه لري. کیدای شي د سترګو پټولو مطلب دا هم وي چېستړی دی او ستومنتیا ورباندې اغیز کړیدی. د درواغ ویلو په صورت کېهم متکلم د سترګو پورته کولو وړتیا نه لري. خو داسې درواغ ویونکي هم لیدل شویدي چې په تخنیکي ډول درواغ وایي چې د پیژندلوچانس یې ډیر کم دی.  د سترګو پټولو یو مفهوم دا هم کیدای شي چی نه غواړي یوه پیښه چې خوشاینده نه ده وګوري او یا هم د شرم له وجې چې په مقابل کې یې کوم داسې کار ترسره کیږي چې دی  غواړي په نه لیدلو  یې باید حیا مراعت کړي. 

 

Ø    کنټرول: سترګې له متکلم سره مرسته کوي چې څنګه خپل مخاطبین د وینا او یا هم یو استاد د لکچر پرمهال خپل زده کوونکی اداره کړي. ویل کیږي چې سترګې له سترګو شرمیږي.بې له دې چې یو ښوونکی په خپل زده کوونکي چیغې وکړي، کولای شي چې مقابل جانب ته په لیدلو سره یې کنټرول کړي. تاسو به په ځلونو لیدلي وي، که یو استاد لکچر ورکوي او په ټولګي کې یې دوه زده کوونکي په خبرو بوخت وي، نو که استاد هغوی ته وګوري نو کولای شي هغوی تر خپل اغیز لاندې راولي او هغوی خبرې پریږدي.

دا هم په یاد ولرئ چې د سترګو تماس له یوې ټولنې و بلې ته توپیر لري. که چیرې تاسو کوم سپین ږیري ته ډیر زیات په سترګو کې وګورئ نو کیدای شي د 'سپین سترګي' تور در باندې ولګیږي.

 

Ø    له سترګو ویره، ترهه، تشوش هم معلومیدای شي خو په دې شرط چې د بدن نور غړي ورسره مُمِد واقع شي. 

 

Ø    په اسلامي ټولنو کې د نظر د جدي کنټرول خبره شویده. اسلام توصیه کوي چې نارینه دې خپل مخالف جنس ته نه ګوري. که لومړی ځل یې له مخالف جنس سره سترګې ولګیږي نو دویم ځلي دې هڅه نه کوي چې ورته وګوري ځکه ویل کیږي چې دویم ځل نظر د شیطان وي.  خو اصلاً خبره د کلتورونو او رواجونه ده. ځینې خلک د احترام له وجې، کله چې خبرې کوي نو مقابل جانب سره سترګې نه جنګوي. که په لویدیځ کې څوک بصري تماس نه نیسي نو ګومان کیږي چې کس په خپل ځان باندې باور نه لري.

Ø    خطر: ځینې حیوانات په ځانګړي ډول له سپیو سره سترګې جنګول هغوی دې ته هڅوي چې حمله وکړي ځکه هغوی ته په مخامخ او یا هم په سترګو کې لیدنه د متوقع خطر په مانا ده. 

samiullahelam@rokyan.com/old