+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر اتلسمه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکتوبر اتلسمه:

د پالنې ماهیت

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان 

 

په ځینو شیانو کې انسانان او حیوانات یو ډول وي. لکه څنګه چې حیوانات روزلو ته اړتیا لري داسې انسانان هم باید نه یوازې په فزیکي بلکې په احساساتي برخه کې وروزل شي.

که خپل چاپیریال له یوه ځغلنده نظر تیر کړې، نو داسې کسان به ومومې چې هغوی هیلمندۍ، پيژندلو (شناخت)، باور، تضمین، ډاډ، هڅولو ته د خوراک په څیر اړتیا لري.

همدغې پروسې ته پالل ویل کیږي چې د هر انسان اړتیا ده!

که غواړې چې په نورو خلکو اغیز وکړې نو د پاللو غم یې وکړه. ځینې خلک اشتباهاً فکر کوي چې د نفوذ لپاره سړی باید یوه با رسوخه مقام ته ځان ورسوي چې دوی هلته خلکو ته د هغوی غلطۍ ور په ګوته کړي؛ په خالیګاوو یې انتقادونه وکړي او اشتباهات یې ور سیي کړي.

خو هغه څه چې کشیش جان ناکس څلور سوه کاله پخوا ویلي، نن هم د منلو وړ او سیي دي: "ته د ښمني او نفوذ په یوه انسان کې په یوه وخت کې نشې راټوکولی!"

 

هغه څه چې په نفوذ کې ډیر زیات اهمیت لري او د نفوذ اساس جوړه وي: هغه د خلکو په اړه فکر کول دي!

که چیرې غواړې چې له نورو سره مرسته او نفوذ په کې وکړې نو باید د هغوی په اړه مثبت فکر او احساس ولرې.

د مثبت چلند او احساس پرمهال بیا نو ته نشې کولای چې هغوی ته په بده سترګه وګورې، رد یې کړې، کرکه ترې وکړې، بې اهمیت یې وبولې. ته باید هغوی ته مینه او درناوی ورکړې.

 

له Becoming a Person of Influenceکتاب څخه!

خپل شاوخوا کسان دې په شناخت، تشویق، خوندیتوب، او هیلمندۍ ماړه کړه.