+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکټوبر ۱۷مه

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکټوبر ۱۷مه

په نورو اغیز وکړه!

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ: روکیان 

 

که ستا موخې سترې وي او د لاسته راوړلو لپاره یې ته یوه ټیم ته اړتیا لرې نو باید هغسې کسان د ټیم لپاره غوره کړې چې په نورو د نفوذ وړتیا ولري. رهبري هم نفوذ ته ویل کیږي. د نړۍ ټول رهبران دوې ځانګړنې لري یوه دا چې دوی حتماً یو چیرته ځي او بله دا چې دوی د نورو د هڅولو وړتیا لري.

پخپلو شاوخوا کسانو کې دې لاندې ځانګړنې ولټوه:

الف: د چا د اغیز لاندې دي؟ که غواړې زر پوه شې چې دوی د چا د اغیز لاندې دي نو باید ددوی د روزونکي او لارښودونکي وپیژنې چې څوک دي!

ب: په چا اغیز کوي؟ که غواړې چې د خپلو خلکو د رهبرۍ په اغیزمنتیا پوه شې نو لومړی ته باید په دې ځان پوه کړې چې دوی په چا اغیز کړیدی.

ج:آیا دغه نفوذ زیاتیږي او کمیږي؟ که غواړې چې په دې ځان پوه کړې چې کس د پرون مشر دی او که دنن نو ته باید وګورې چې د مشرتابه کچه یې په کوم لوري روانه ده.

که غواړې چې باالقوه مشران وپیژنې نو پخپله یوازې دوی ته مه ګوره، شاوخوا هغه کسان وګوره چې دوی پرې اغیز کړیدی.

 

څومره چې د یوه کس د نفوذ وړتیا ډیره وي، هومره دغه کس کولای شي پخپل ټیم کې ډیر کسان له ځان سره ملګري کړي او خپل خوب ته ځان ورسولای شي.

له Your Road Map for Successکتاب څخه!

په هغو کسانو خواري وکړه چې نفوذ یې ډیر وي!