+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د نفوذ قانون-لومړۍ برخه

article-192.jpg

نفوذ قانون

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ: روکیان 

 

رهبري بې له نفوذه په بل څه نشې اندازه کولای!

که نفوذ ونلرې نو رهبري نشې کولای. اوس نو پوښتنه دا ده چې دغه نفوذ څه ډول اندازه کیدای شي؟ زه به تاسو ته یوه کیسه راواخلم چې د دوو نړیوالو شخصیتونو په اړه ده او زموږ دې پوښتنې ته هم ځواب وایي چې نفوذ څه ډول اندازه کیدای شي. د ۱۹۹۷ز اوړی به چې خلک دوو پیښو چې له یو بل سره به یې یوه اونۍ توپیر و، ولړزول: د شهزادګۍ ډیانا او مور ټیریسا مرګونه!

د دواړو ښځو ترمنځ ډیر توپیر نه و. یوه ځوانه، ښکلې، دنګه او برطانوۍ وه. د نړۍ په ډیرو ټولنو کې یې شهرت او نوم درلوده. ډیره ګرځيدلې ښځه وه. بله یې زړه، وړه او د نوبل جایزې ګټونکې مور ټیریسا وه چې اصلاً په الابانیا کې زیږیدلې وه او د هندوستان په کلکتې کې یې د بې وزلو خلکو خدمت ترسره کړی و!

ددې دواړو ښځو ترمنځ توپیر ډیر نه و. کله چې په ۱۹۹۶ز کال کې د لندن ډیلې میل لخوا ددې دواړو ښځو په اړه احصایه خپره شوله نو ډیانا په لومړي او مور ټیریسا په دویم قدم کې هغه ښځې وې چې نړۍ ته یې ډیره پاملرنه کړې وه.

دغه نوم او دومره شهرت بې له نفوذ څخه نشي رامنځته کیدلای! خو اوس پوښتنه دا ده چې هغه څه وو چې ډیانا یې له مور ټیریسا سره په یوه کتار کې ودروله؟ ځواب ساده دی: نفوذ! 

 

د ډیانا شهرت هغه وخت زور واخیسته کله یې چې د شاهي کورنۍ له چارلس سره په کال ۱۹۸۱ز کې واده وکړ. د نړۍ یو بلیون خلکو ددې واده تماشا وکړله چې د لندن په سینټ پال لویې کلیسا کې ترسره کیده. د واده څخه وروسته، خلک د شاهي کورنۍ د نوې ناوې او زوم په اړه ډیر خبرونه نه اوریدل. د ښوونځي ددې ښوونکې په اړه ویل کیدل چې شرمیدونکې ده او د شاهي کورنۍ د ناوې په توګه خپل فرایض په ښه ډول سره نه ترسره کوي خو کله چې دغه ناوې له کوره ووتله، سفرونه یې ترسره کړل نو د خیریه کارونو او برنامو لپاره د یوې غوره بسپنې ټولوونکې رول یې ادا کړه. د وخت په تیریدلو سره شهزادګۍ په دې وتوانیدله چې له سیاستوالو، فنکارانو، د بشري حقوقو او خیریه کارونو له فعالینو سره ښې اړیکې رامنځته کړي. په لومړي سر کې نوموړې یوازې او یوازې د بسپنو راغونډولو لپاره یوه ویانده وه خو د وخت په تیریدلو سره د نوموړې نفوذ پراخ شو او ددې وړتیا یې پیدا کړله چې ډیری کارونه پخپله ترسره کړای شي.

ډیانا خلک او مشران دې ته هڅول چې د ایډز او جذام ناروغیو په اړه څیړنې او پلټنې ترسره کړي او د ځمکنیو بمونو په ضد اقدامات وکړي او بندیز پرې ولګوي.د وروستنۍ مسٔلې په اړه یې کار کول او د نړیوالو مشرانو پام دې حیاتي موضوع ته جلبول یې نه هیریدونکې هڅې دي چې تل به یې نړۍ په یاد لري.

له مرګ څخه څو میاشتې دمخه یې امریکا ته سفر وکړ او د کلنټن اداره یې دې ته وهڅوله چې د اوسلو کانفرانس څخه ملاتړ  وکړي څو ددې ناولې پدیدې (بم کیښودلو) مخه ونیول شي. هماغه و چې څو اونۍ وروسته، د کلنټن ادارې پخپل تصمیم کې بدلون راوست او د اوسلو کانفرانس ملاتړ يې وکړ.

د برتانیې د سرې میاشتې ادارې مشر پټریک فولر ددې موضوع په اړه بیا داسې وویل: "بس نوره نو تشویش نشته. ډیانا وتوانیدله چې د نړۍ پام دې مسلې ته راوړوي اوس نو دا خبره په حقه یوه نړیواله مسله ده!" 

 

د یوه مشر راټوکیدل

په لومړیو کې به چې ډیانا کوم کارونه ترسره کول، نو خلکو به فکر کاوه چې دغه کارونه ځکه ترسره کوي او یا هم نړیوال مشران ورته ځکه اهمیت ورکوي چې نوموړې د برتانیې د شاهي کورنۍ ناوې ده! خو ډیر وخت نه و وتلی چې دې ځان په ثبوت ورساوه چې نه دا پخپله هم یو داسې څوک دې چې په نړیوالو مشرانو د خپل شخصیت له کبله هم اغیز کولای شي.

زموږ ددې خبرې ښه ثبوت په ۱۹۹۶ز کې ددې طلاق اخیستل دي. کله چې نوموړې له شهزاده چارلس څخه طلاق واخیسته نو له دې څخه د شاهي کورنۍ لقب او نوم لیرې شو خو بیا هم دا په دې وتوانیدله چې خپل اغیز وساتي. د طلاق له موضوع څخه وروسته، برعکس، ددې د میړه او خسرګنۍ شهرت لاندې لاړ او ددې شهرت مخ په پورته.

عجیبه خو یې لا دا چې کله نوموړې مړه شوله نو شهرت یې څو ځلي لا پسې زیات شو. کله چې د نوموړې د مرګ خبر او د جنازې مراسم د بي بي سي لخوا خپریدل، دغه خبر او مراسم څلویښتو ژوندیو ژبو ته په یو وخت وژباړل شول.

د این بي سی (NBC) په وینا چې ددې د مرګ خبر څه باندې ۲.۵ بلیون خلکو په ژوندي ډول لیدلی دی. که دغه شمیر خلک ددې د واده له مراسمو سره پرتله کړو نو کولای شو ووایو چې د مرګ خبر یې د واده د مراسمو په پرتله دوه چنده ډیرو خلکو لیدلی دی.

د رهبرۍ پوښتنه!

شهزادګۍ ډیانا په اړه خلک ډیر څه وایي او په ډیرو ښکلو نومونو او القابو یې نازوي خو ددې په اړه یو ډیر مشهور لقب او نوم هغه د رهبرۍ دې! نوموړې په ریښتیا یوه مشره وه او مشري بې له نفوذه بله مانا نه لري.

رهبري....نه ده!

د رهبرۍ په اړه خلک په بلا بدګومانیو اخته شویدي. زیاتره خلک به هغه چا ته مشر وایي چې په یوې ادارې کې لوړ مقام ولري او یا هم کوم لوی نوم او القاب یې له نومونو سره یو ځای شوې وي. دا خبره تر یوه حده سیي ده خو ټوله سیي نه ده. رهبري چا ته په تول او یا هم میراث نه رسیږي. رهبري یوازې او یوازې له نفوذ څخه عبارت دی او نفوذ چیرې خرڅیږي نه نو سړی باید څه وکړي؟ باید ترلاسه یې کړي!

ستاسو نوم او یا هم لقب د څو ثانیو لپاره ښه کار کوي خو که نفوذ ونلرې نو تر ډیره دې د عزت سبب نه شي کیدای—تر یو څه وخته به کار وکړي خو ډیر نه!

د رهبرۍ په اړه بدګومانۍ

د رهبرۍ په اړه په لوی شمیر کې بدګومانۍ شتون لري چې پنځه مهمې یې غواړم له تاسو سره شریکې کړم:

اوله بدګوماني: رهبري له مدیریته ده!

زیاتره خلک په دې باور دي چې رهبري او مدیریت یو شی دي او پخپلو کې کوم توپیر سره نه لري. د رهبرۍ په اړه به دې چې که کوم کتاب اخیسته هم نو هغه به یوازې او یوازې د مدیریت په اړه و.

د مدیریت او رهبرۍ ترمنځ توپیر په دې کې دی چې مدیریت د یوه سیستم ساتل او په هغه کې د کاریدونکو پروسو تعقیب او تطبیق دی خو له بل پلوه رهبري یوازې او یوازې نفوذ دی!

د کریسلر (Chrysler) مشر او اجراییوي رییس  لي آی کوکا (Lee Iacocca)وایي:"کله، کله خو یو ډیر غوره مدیر هم د هغه واړه ماشوم په څیر شي چې لوی سپی ورسره وي. هر چیرې چې سپی ځي، دی هم ځي!"

که غواړې چې د مدیر او رهبر ترمنځ په توپیر ښه پوه شې نو یو کار وکړه وګوره چې بدلون رامنځته کولای شي او یا یې هم رامنځته کړیدی او کنه. که بدلون یې رامنځته کړی و نو رهبر دی او که نه و نو بیا مدیر دی!  که غواړې چې اداره د یوه نوي لوري په لورې بوځې، غوره به وي چې نفوذ ولرې!

دوهمه بدګوماني: که متشبث وې نو رهبر هم یې:

زیاتره خلک په دې باور دي چې هغه کس چې ښه سوداګر وي او یا هم ښه پلورونکی وي نو هغه به ښه رهبر هم وي خو داسې نه ده. تاسو به په تلویزون باندې د رانکو (Ronco)اعلانات لیدلې وي. په دغو اعلاناتو کې د Veg-O-Matic,Pocket Fisherman, Inside the Egg Shell Scramble په نوم د محصولاتو په اړه خبرتیاوې ورکول کیدې. دغه ټول محصولات د یوه سړي ران پوپیل (Ron Popeil) د ذهن تولیدات دي.

دغه سړي د پیړۍ د سوداګر لقب هم خپل کړیدی. په بیلابیلو معلوماتي اعلاناتو کې را ښکاره شویدی. د خپلو پلورلو له کبله یې ۳۰۰ ملیون ډالره پیسې هم ګټلې دي خو بیا هم رهبر نه دی! ستاسو استدلال به دا وي چې ده د پلورلو لپاره د هڅونې هنر له ځان سره درلوده. زه یې هم د همدې هنر ستاینه کوم خو دغه هڅول د محصول تر پلور پورې تړلي وو. همدا چې محصول پلورل کیده نوره دغه هڅونه هم کمیدله.

دده اغیز اوږد مهالی نه و نو چې نه و نو رهبر نشو ورته ویلی!

دریمه بدګوماني: رهبري له پوهې ده!

 ښاغلی فرانسس بیکن وایي "پوهه قدرت دی!" زیاتره خلک په دې باور دي چې هر هغه چا چې ډیر مالومات درلودل او یا هم په ډیر څه پوهیده نو هغه رهبر هم دی! خو داسې نه ده! سترو پوهنتونونو ته لاړ شئ او وتلي څیړونکي وګورئ. دوی په څیړنو او پلټنو کې قوي ذهن لري؛ ښه کار کوي خو په رهبرۍ کې خورا کمزوري دي! آی کیو (IQ) نشي کولای چې د ښې رهبرۍ لپاره دلیل شي.

څلورمه بدګوماني: که پیشګام وې نو رهبر یې!

ځینې نور بیا په دې باور دي چې وايي هر څوک چې د یوې ډلې په سر کې روان و نو هماغه مشر دی! سر ایډمنډ هیلري په ۱۹۵۳ز کې ایوریسټ فتح کړ. له ده وروسته په لوی شمیر کې نور خلک هلته لاړل او د ایوریسټ سر ته وختل. که په لومړیتوب وي نو سړی باید ووایي چې ایډمنډ رهبر و خو داسې نه ده. ایډمنډ حتیٰ پخپلو ختلو کې هم په نورو کسانو نفوذ نه درلوده. خو جان هنټ د ایډمنډ په څير نه و، بلکې هغه یو رهبر و!

کله چې په ۱۹۵۸ز کې هیلري سهیل قطب ته د همګټو هیوادونو د انترکتیکا څخه د تیریدلو په سفر کې برخه واخیستله نو دی له سر ویویان فوچز سره ملګری و. که چیرې غواړې په ریښتوني مانا رهبر شې، یوازې په ډلې کې مخکې، مخکې تګ دې مشر کولای نشي، بلکې باید په طبیعي ډول دې خلک تر شا لاړ شي او مخکې دې کړي او ستا په لرلید عمل وکړي!

پنځمه بدګوماني: رهبري له مقامه ده

دغې خبرې ته لوی درواغ هم ویلای شو. زیاتره خلک په دې باور دي چې دا مقام دی چې رهبر رامنځته کولای شي خو داسې نه ده. سټنلي هفي وایي"مقام رهبر نشي پنځولی بلکې دا رهبر دی چې مقام پنځوي!"

تاسو خبر یاست چې د کورډیانټ سره څه وشول؟ د کورډیانټ (Cordiant) پخوانی نوم Saatchi&Saatchi و. په ۱۹۹۴ز کال کې د Saatchi&Saatchi بنسټ ایښودونکو پانګه اچوونکو د اعلاناتو ددې کمپنۍ اجراییو بورډ باندې فشار راوړ څو د کمپنۍ اجرایوي رییس ماریس ساچي (Maurice Saatchi) له دندې لرې کړي. همداسې وشول خو ددې کار پایلې ډیرې بدې وې. د ماریس په تګ سره له کمپنۍ ډیر نور اجراییوي مشرانو استعفاوې ورکړې او د مارس (شیریني بابو یوه کمپنۍ) په ګډون برټش هوایي چلند هم خپل تړونونه له ساچي کمپنۍ سره لغوه کړل. په بازار کې د ساچي سهم له ۸.۵ څخه څلور سلنو ته راښکته شو. که د خلکو خبره سیي وي چې په ریښتیا سره رهبري له مقامه رامنځته کیږي نو بیا دا خبره دلته سرچپه راختلې هغه داسې چې د کمپنۍ مشر له دندې ګوښه شوی خو اغیز یې لا هم باقي دی!

نور نو ساچي د کمپنۍ اجراییوي رییس نه دی خو په کمپنۍ بیا هم اغیز لري.