+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکټوبر شپاړسمه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکټوبر شپاړسمه:

بدیلونه

 

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ: روکیان 

 

شاعر، نقاد او قاموس لیکونکی سامویل جانس وایي: "هغه کس چې د انسان د طبیعت په اړه ډیر مالومات نه لري که غواړي چې نړۍ ته خوښي ورکړي باید لومړی ددې پرځای چې کوم ګام پورته کړي، له خپل ځانه یې پیل کړي که داسې ونکړی نو خپلې هغه ستونزې چې ده یې لیرې کول غوښتل کیدای شي څو چنده شي!"

 

ځینې وخت به تاسو خلک لیدلي وي چې غواړي د خپل ژوند د بدلون په موخه په نړۍ بدلولو پسې وي. دوی چې کومه نړۍ بدلول غواړي هغه ددوی دننه ده خو دوی پرې نه پوهیږي. دا مهال دوی دوه بدیله لري: د نړۍ بدلول که د ځان بدلول؟!

څومره چې ډیر عمر کوې هومره دې په ژوند کې بدیلونه ډیریږي. یو ماشوم غواړي چې څه وخوري او څه ونه خوري؛ له څه سره ساعتیری وکړي؛ تلویزون وګوري او که کورنۍ دنده ترسره کړي، له کوم ملګري سره لوبې وکړي؛ ښوونځي څخه فارغ شي او کنه؟ پوهنتون ولولي او کنه؟ له چا سره واده وکړي او کنه؟ څومره دې چې عمر ډیریږي، هومره دې په ژوند کې بدیلونه هم ډیریږي! دا نو اوس په تا پورې تړلې چې ژوند ته څه ډول بدلون ورکړې. کوم شیان په کې غوره کړې او له کومو تیر شې!

 

زه په دې نه پوهیږم چې ستا ژوند څه ډول تیرشوی! کومې سختۍ دې ګاللي او کومې نه؟ له کومو ستونزو دې پړاو ته رسیدلی یې؟ خو په یو څه چې پوهیږم هغه دا دی چې ته اوس هم کولای شی چې په خپل چلند کې هغه ډول بدلون رامنځته کړې څه ډول چې ته یې غواړې!

 

له The 17 Essential Qualities of a Team Playerکتاب څخه!

څه ډول چلند دې غوره کړیدی؟