+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د کمزورې غوږ نیونې عادتونه:

article-189.jpg

لیکوال: سمیع الله ایلم، کابل

اکتوبر۲۰۱۳،۱۴ 

 

  • په ویناوال باندې انتقاد کول: ځینې خلک داسې عادت شوي چې د یوه ویناوال کالي، ظاهري بڼه، د ویښتو سټایل یې نه خوښیږي. له همدې ځایه دوی د ویناوال له وینا سره مخالفت کوي. ځان او نورو ته داسې موضوع تلقینوي لکه چې ویناوال په هیڅ هم نه پوهیږي او په وینا کې یې کوم ځانګړی وزن نشته نو باید ورته غوږ نشي.

حل لاره یې: لکچر ورکول د لوبو کومه مقابله نه ده. دلته باید سړی د ویناوال نظریاتو ته متوجه شي چې هغه څه شی خپلو مخاطبینو ته وړاندې کوي؛ په څه غږیږي؛ موضوع یې څومره مهمه ده.

  • د ویناوال کمزورتیاوې موندل: د ځینو مخاطبینو ټوله هڅه دا وي چې د ویناوال کمزورتیاوې ومومي. له سر تر پښو پورې یې هڅه دا وي چې د ویناوال غلطي ومومي او بیا یې تر خپلې حملې لاندې راولي.

حل لاره یې: ښه خبره به دا وي چې که کومې غلطۍ او یا هم اشتباهات تاسو په ویناوال کې ګورئ، له ځان سره یې یاداشت واخلئ او د وینا له ترسره کیدو وروسته په مناسب وخت کې یې له ویناوال سره شریک کړئ.

  • کله خلک داسې  فکر کوي چې توجه یې منحرف شوې نو ځکه غوږ نشي نیولی: د وینا پرمهال که له یو چا قلم وغورځید، دروازه په زور سره بنده شوه، څوک وټوخیدل؛بس ځینې خلک فکر کوي چې چی نور یې توجه خرابه شوله او غوږ نشي نیولی.

حل لاره یې: له دې وړو، وړو شیانو تیر شئ؛ د ویناوال نظریاتو ته غوږ شئ!

  • ځان داسې ښودل چې متوجه دی: ځان په درواغو سره متوجه ښودل. چټي به سر خوروي. ویناوال ته به ګوري خو غوږ به یې نه وي نیولی. دوی داسې فکر کوي چې ځه  وروسته به په کوم کتاب کې دغه موضوع وګوري؛ انټرنیټ کې به ورپسې پلټنه وکړي له ویناوال څخه به یې سلایډونه او یا هم چپټر واخلي او په موضوع به پوه شي.

حل لاره: مخاطب باید متوجه وي چې ښه لکچر تل شاید له هغه څه چې په کتاب کې یې یادونه شوی زیات شیان له ځان سره ولري. نو که چیرې د لکچر دغو ټکو ته چې په کتاب کې نشته، توجه ونه شي نو مخاطب به تاوان کړی وي.

 

  • یوازې واقعیتونو ته غوږ نیول: مخاطب هڅه کوي چې د ویناوال په خبرو کې یوازې واقعیتونو ته غوږ ونیسي او بس. نور چې څه هم د ویناوال له لوري ویل کیږي، مخاطب یې د هغه شخصي نظریات بولي او مهم ورته نه ښکاري.

حل لاره: مخاطب باید متوجه شي چې واقعیتونه څنګه د ویناوال په خبرو کی ځلیدلي دي. څنګه د ویناوال نظریات او مثالونه د واقعیتونو په تحلیل او تفسیر کې مرسته کوي. ښه غوږ نیوونکی باید متوجه اوسي چې واقعیتونه نظریات تقویه کوي.

  • اسانو شیانو ته غوږ نیسي:  ځینې مخاطبین یوازې د ویناوال په خبرو کې هغه څه ته غوږ نیسي چې مخاطب ته اسان وي. په منطقي، لږ څه علمي او پیچلو موضوع ګانو کې دلچسپي نه ښیي. دا نو هغه ډله ده چې له زده کړې یې زیاته توجه مزو اخیستلو ته وي. دوی نه غواړي چې په زیاتو شیانو پوه شي. بس هسې خپل وخت تیره وي.

حل لاره: که غواړې چې یو څه نوي زده کړې نو د ویناوال خبرو ته غوږ شئ. غوره غوږ نیوونکی له سختو، پیچلو او تخنیکي موضوع ګانو څخه نه ډاریږي.

  • وایي موضوع خسته کن دی: فکر کوي چې ویناوال په یوې ستړې کوونکې موضوع لګیا دې او خبرې کوي.

حل لاره: غوږ شه؛ کیدای شي په همدې خسته کنې (ستړې کوونکې) موضوع کې مهم واقعیتونه او معلومات ترلاسه کړې.

  • د ځینو کلیمو په استعمال سره غوصه کیږي او غوږ نه نیسي: ویناوال که چیرې په خپلې وینا کې ځینې کلیمې لکه مجاهد، طالب، کمونیست، دیموکراسي، د ښځو حقوق استعمال کړل نو د مخاطب احساسات را پاریږي او غوږ نه نیسي. بس وایي چې نور مې له ویناوال سره جوړه نه شوه. خبرې یې راته اهمیت نه لري.

حل لاره: غوږ شه. کیدای شي ویناوال دغه ټکي په داسې ډول سره تفسیر او تشریح کړي چې کیدای شي ستا د خوښې سبب وګرځي.