+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکټوبر څوارلسمه

Rokyan Management Consultancy International FZE

څوارلسمه ورځ

خپل هنر همدا نن زده کړه:

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ. روکیان 

 

د ونو د یوه باغ د دفتر د خونې په دیوال یوه لوحه لګیدلې چې په کې کښل شویدي: "د ونې لګولو یو ښه وخت ۲۵ کاله مخکې و! دویم ښه وخت یې همدا نن دی!"

د ځان د رسولو لپاره د نن په څير بله ښه ورځ نه موندل کیږي! کیدای شي ته له ځان سره آه او اوخ وکړې چې کاشکې یو ښه روزونکی، لارښوونکی دې څه موده مخکې موندلی وای! خو دا ډول سوچونه او خبرې نه خوند کوي او نه هم له ځان سره پایلې لري.

 

له شاعر لانګفیلو څخه یې ملګري وپوښتل: "په ژوند کې د زړه راښکون راز دې په څه کې دې؟"

لانګفیلو هلته نږدې یوې وړې ونې ته اشاره کوي او وایي: "دغه د مڼو ونه چې ګورې ددې موخه دا ده چې هر کال یو نوی وړوکی لرګی رامنځته کړي، زه هم همدا ډول یم!"

 کیدای شي ملګري یې د لانګفیلو په دې بیتونو کې هم ورته خبره موندلې وي چې وایي:

 

نه غم او نه هم ښادي!

آیا زموږ د تقدیر پای او لاره همدا ده؟

که غواړې چې هر سهار پرې عمل وکړې

نو له نن څخه غوره بله ورځ خو ته موږ ته ومومه!

کیدای شي هغه ځای ته ونه رسیږې چیرې  دې چې تګ غوښته؛ کیدای شي هغه شی نه شی کوم شی چې تا له ځان څخه جوړول غوښتل؛ ته باید تل هغه څه ونه اوسی کوم چې تل وې! څه شي ته چې ته اړتیا لری چې باید ته وې او باید و اوسې هغه دا چې ته باید هغه شی شې چې همدا نن کیدلای شې!

 

ناپلیون هیل وایي: "هغه ځای نشې بدلولی چې له کوم ځایه دې پیل کړیدی، خو هغه لوری چې پرې روان یې بدلولی شې! په تاپسې هغه شیان نه حسابیږي کوم چې غواړې وکړې! ته په هغه څه چې همدا اوس یې کوې ارزول کیږې!"

 

له 360 Leaderکتاب څخه!

د سبا په خاطر هغه څه نن وکړه چې غوښتل دې وی ځنډوې!