+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکټوبر دولسمه

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکټوبر دولسمه

ویره د پرمختګ جزٔ دی!

ل. جان سي مکسویل

ژ:روکیان 

 

د بریا یو راز په دې کې نغښتلی دی چې سړی هغو شیانو ته چې نه یې شي ترسره کولای باید په هغو شیانو کې د مداخلې اجازه ورنکړي چې ترسره کولای یې شي.

نن سبا چې د خلکو څخه زما (جان سي مکسویل)  په اړه وپوښتی نو خلک یې د یوه غوره ویناوال په توګه پیژني خو کله چې د لومړي ځل لپاره ما وینا کول پیل کړل نو زه هغه مهال په خبرو کې هغسې چې نن یم، اغیزمن نه وم.

زما یادیږي چې څنګه به د وینا پرمهال او د وینا د پیل څخه دمخه ویره را باندې خپره وه. یو ځلې مې چې په کالج کې د کالج د مشر هلک په توګه د وینا کولو فرصت ومونده نو پوښتنه یې مه کوئ! دومره شرمیدلې وینا مې وکړله چې اوس مې هم نه هیریږي. هغوی چې زما وینا یې دا مهال لیدلې وه ویل به یې چې په وینا کولو کې بیخي  جدي وم! خو ما خپل سټایل ته ادامه ورکړله. له دې وروسته مې د اغیزمنو مفاهمه کوونکو په مطالعې پیل وکړ. کله به مې هم چې یو وړوکی ټولی لیده چې غونډ به و نو د وینا اورولو تمرین به مې پرې ترسره کاوه.

دې ډول تمرین کولو اووه کاله وخت واخیسته! په اوو کالونو کې ایله په بیله زه دومره شولم چې خلکو ته په راحتی وینا واورولی شم.

په اوو کلونو کې مې خپل د وینا اورولو هنر پوخ کړ.

 

په لومړي ځل مې د خلکو یوه لوی ټولي ته چې شاوخوا زر کسان به کیدل کولمبس په اوهایو کې په ‍۱۹۷۰لسیزه کې وینا واوروله.

دغه خلک را ته د جګړې د مجربو کسانو د یادګار په آډوټوریم (Veterans Memorial Auditorium) کې راټول شوي وو.

 

په ۱۹۸۰لسیزه کې مې له لس زرو څخه زیاتو خلکو ته د یوه لاریون پرمهال چې د ایلیونایز په پوهنتون کې ترسره کیده، وینا واوروله.

 

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې مې ۶۸٫۰۰۰زرو خلکو ته د Indianpolis په RCA Dome کې وینا وکړه.

په ۲۰۰۰مه لسیزه کې مې داسې غونډو ته ویناوې وکړې چې د ګډونوالو شمیر یې د ۱۹۹۰لسیزو څخه څو چنده زیات او غونډې به ژوندۍ خپریدلې.

 

زه دا خبرې ددې لپاره نه کوم چې د ځان باټې درته وکړم بلکې ددې لپاره یې کوم چې کله ما د لومړي ځل لپاره ویناوې پیل کړې نو زه هیڅ نه پوهیدم چې له کومه یې پیل کړم او دا هغه وخت و چې زه ویرې بیخي پسې اخیستی وم.

 

خو ما څه وکړل؟ ویرې ته مې نوبت ورنکړ چې په ما حکومت وکړي بلکې ویره مې د ځان تابع وګرځوله. ما ویل هر څه یوې قربانۍ ته اړتیا لري او د ویرې د کنټرول لپاره هم زه اړ یم چې قرباني ورکړم.

شکسپیر وایي: "زه د شاتو'ګبینو' د ګومنځې چې د مچیو ډبي ته رڼا بخښي وړ نه یم ځکه چې مچۍ نیښ لري!'"

 

ویرې ته دومره فرصت مه ورکوئ چې په پرمختګ کې درته په خنډ واوړي.

له The Difference Makerکتاب څخه!

 

ویره یوې غاړې ته کړئ او د خپل ځان د پرمختګ لپاره یو څو واړه ګامونه پورته کړئ!