+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر لسمه

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکتوبر لسمه

ماڼو له خلکو سره پاتې کیږي!

ل. جان سي مکسویل

ژ: روکیان 

 

ښه ماڼو تل له هغو خلکو سره په لار ځي چې ده یې د لارښوونې نیت کړی وي. ښه لارښود هغه نه دی چې خلکو ته لار وښيي او خپله په بلې لاړ شي. ښه لارښود له خپلو خلکو سره اوږه په اوږه مخکې ځي! لیکوال او د غونډو نوموتی ویناوال ریچارډ ایکسلې د ملګرتیا په اړه وایي:"ښه ملګری هغه دی چې کله ته ورته خبرې کوې نو هغه یې په شوق سره اوري او ورته غوږ، غوږ وي! ښه ملګری هغه دی چې کله ته هڅې کوې نو دی درسره لاس کوي؛ ښه ملګری هغه دی چې غلطی دې در ښيي او اشتباهات دې درته په مینه او ښه ډول سره صحیح کوي؛ ښه ملګری هغه دی چې د ناکامۍ پرمهال درته بخښنه وکړي. ښه ملګری ستا د ودې په موخه له هرې ممکنه لارې کار اخلي؛ په پای کې ویلی شم چې ښه ملګری هغه دی چې ستا بریا په داسې دول سره تجلیل کړي چې خلک فکر وکړي لکه دده خپله چې وي!"

کوم کسان چې له تاسره په سفر کې دي، د هغوی د روزلو هڅه وکړه. انسان پخپل ذات کې پوره نه دی! نو چې خبره داسې ده نو نه ته پوره یې او نه هم هغوی چې تا روان کړیدي! د ستونزو پرمهال په ګډه کار وکړئ!

د هِنري فورډ خبرې هیڅکله مه هیره وه: "ښه ملګری هغه دی چې تل په تاسو کې ستاسو وړتیاوې په ګوته کوي او ستاسو لپاره یې په کار اچوي!"

که ته هم ورته کار وکړې نو بریالی یې او له ډیرو خلکو سره به دې مرسته کړې وي!

د Become a Person of Influence!کتاب څخه!

همدا نن د خپلو خلکو لارښود شه او په هغوی کې وړتیاوې ولټوه او د هغوی لپاره یې په کار واچوه!