+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر نهمه

د اکتوبر نهمه

آیا تا خپل تصمیم نیولی دی؟ 

 

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

د پانګې اچونې متخصص وارن بفِټ وایي: "کله کله دا مهمه نه وي چې ته په څومره زور او قوت سره د کیښتۍ پارو وهې، بلکې مهم د څپو جریان وي!" کله چې ته له خپل مشر سره معامله کوې، نو د حالاتو او جریاناتو څپو ته پام کوه!

خپل مشر ته خپله خبره په څرګندو الفاظو کې مفاهمه کوه. دا ستا مسؤلیت دی چې خپل مشر ته په هغه څه کې نظر ورکړې چې ته پرې پوهیږې. هغه ته خبره کول او یا هم نظر ورکول د قضیې یو اړخ دی، دویم اړخ دا چې ته باید هغه دې ته ونه هڅوې چې څه تا ورته وایې باید درسره ومني!

ستا د مشر انتخاب ستا مسؤلیت نه دی. ولسمشر ایزونهاور وایي: "ته په سرونو د خلکو په وهلو مشري نشې کولای؛ که دا کار وکړې نو بیا دې ته رهبري نه بلکې سپکاوی ویل کیږي!"

که ته تل پخپلې خبرې تأکید کوې نو پوه شه چې ته یوازې او یوازې غواړې خلک ستا په لار لاړ شي او بس!

 

له  The 360 Leader!کتاب څخه!

ته د خپلې برخې مسؤل یې او نور د خپلې!