+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکټوبر اوومه

د اکټوبر اوومه

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان 

 

دا حقیقت ومنه چې ټول خلک یو ډول نه دي!

ما په نورو کتابونو کې دې خبرې ته اشاره کړې چې د ځوانۍ پرمهال به ما له ځان سره فکر کاوه که څوک غواړي بریالی وي نو باید زما په څير وي.

خو وروسته زه په دې پوه شولم چې زه په حقه نه یم. سفرونه او له بیلابیلو خلکو سره ناستې زه په دې یقیني کړم چې ټول خلک یو ډول نه دي. په دې برخه کې ځینو کتابونو لکه د فلورنس لیټارز

Florence Littauer’s Personality Plus هم ډیره مرسته کړیده.

د وخت په تیریدلو سره زه په دې پوه شولم چې زه پخپلو مهارتونو او ځینو کاري ساحو کې تشې لرم. زه په دې هم پوه شولم چې د خلکو سره په ګډه کار کول ددې سبب کیږي چې سړی دې لویې لاسته راوړنې ولري.

له خلکو سره په ګډه کار کول ددې سبب کیږي چې سړی دې د ژوند له سفره خوند واخیستلی شي. که چیرې ته هم د خپل ځان په اړه یو سالم تصویر ولرې نو ته به هم په هغه سرنوشت اخته شې چې زه پرې اخته شوی یم. که ته داسې فکر کوې چې ټول خلک باید ستا په څیر وي او یا هم ستا په څیر لیاقت، خوی، چلند ... ولري نو د بري چانس دې ډیر نه دی. یو ځل بیا یې تکراروم چې ټول خلک یو ډول نه دي ځکه چې خدای (ج) موږ یو ډول نه یو پیدا کړي.

د 25 Ways to Win Peopleکتاب څخه!

دا ومنه چې ستا د کورنۍ غړي، خپل خپلوان، ملګري او همکاران یو ډول نه دي!