+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکټوبر شپږمه

د اکټوبر شپږمه

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

 

ستاسو چلند په نورو د اغیز سبب کیږي!

رهبري فقط او فقط نفوذ او اغیز دی! ستاسو چلند داسې خلک نیسي لکه چې ستاسو زکام چې خلک نیسي. ښه چلند غوره کول نه یوازې ستاسو د بریا سبب کیږي بلکې د نورو د بریا سبب هم کیږي.

ډاکټر فرانک کرین وایي: په کوم قوت او زور چې یو توپ په دیوال ولې په هماغه زور او قوت ستاسو په لوري بیرته لګیږي.

په فزیک کې یو قانون دی چې وایي: هر عمل عکس العمل لري. دغه قانون د اغیز په برخه کې هم په ښه ډول سره صدق کوي.

د مشر هر عمل یې د هغه په پلویانو او پیروانو کې د عکس العمل سبب ګرځي. که یوه موسکا ورکړي، نو په سلګونو موسکاوې به ترلاسه کړای شي. که تندی تریو کړي، ډیر وچولي به تریو وګوري. زما په باور د یو مشر د اعمالو او کړنو په پرتله د هغه چلند خورا مهم دی ځکه دا دده چلند دی چې په پیروانو یې جدي اغیز لري. چلند کولای شي حتیٰ په هغو کسانو هم اغیز وکړي چې د مشر د کړنو پیروي نه کوي. چلند په غیرلفظي ډول سره هم مفاهمه کیدلای شي.

کله چې د کاري مصاحبې پرمهال یو نوماند ارزول کیږي نو د هغه چلند ته په جدي ډول پام کوي او ښه یې مطالعه کوي څو ښه په دې پوه شي چې سړی پخپل چلند کې له نورو سره اغیز پریښودونکی دی. عملي روان پوهان د مشرۍ مقام ته د یوه مامور د ترفیع لپاره لاندې ځانګړتیاوې په ګوته کوي:

الف: داعیه

ب: د پالیسۍ په مقابل کې یې چلند

ج: له همکارانو سره چلند یې

د: د نظارت مهارتونه یې

ح: د هغو کارونو په مقابل کې دده چلند چې ډیر کار، انرژۍ، او وخت ته اړتیا لري.

که کوم مشر په دې برخه کې غریب وي نو د اغیزمن مشر رول نشي اداکولای؛ هماغه دی چې ردیږي.

 

له       Developing Leader within Youکتاب څخه!

ستا چلند باید ستا په ټیم (ډله) مثبت اغیز ولري!