+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر پنځمه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

ماموریت ته دې پام وکړه:

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ: روکیان 

 

رالف والډو ایمرسن وایي:"په هر څه کې که هغه جګړه وي، که هغه سیاست وي؛ که هغه سوداګري وي؛ که لنډه یې ووایم د انساني ژوند د مدیریت په ټولو چارو کې، توجه (پام) کول خورا مهم دي!" اوس پوښتنه دا ده چې دغه پام ډیر باید څه شي ته وشي؟ ځواب یي لنډ دی: ماموریت ته!

که غلطي او یا هم کومه اشتباه در څخه ترسره شوله، نو بیا ډیر پسې ګرځه مه؛ نوره یې نو پریږده. بیا نو په دې سر مه ګرځوه چې څنګه یې توجیه کړې! بس نوره یې پریږده! خپل پام دې خپل ماموریت ته وکړه. هڅه وکړه چې هغسې کارونه وکړې چې هغه په مستقیم ډول ستا له ماموریت سره تړاو لري او د ماموریت د ترسره کولو سبب ګرځي.

اوس هم کله،کله له هغو خلکو سره مخامخیږم چې هغوی کولای شي په خورا اسانتیا سره لوی کارونه ترسره کړای شي.

د ایزونهاور د دورې پرمهال، جان فوسټر ډلس وایي: "د رهبرۍ بریا په دې کې نه دی چې سړی دې یوې سترې ستونزې ته د حل لار را وباسي بلکې دا دې وګوري چې له هغې ستونزې سره مخامخ شوی نه وي چې تیر کال ورسره مخامخ شوی و."

سړی باید په دې فکر وکړي چې څه یې زده کړي دي. په ناکامیو باید ډیر فکر ونشي. که تاسو خپله توجه هغو شیانو ته ورکړئ چې زده کړي مو دي نو ډیر زر به د نوو مسؤلیتونو دروازه ستاسو په مخ پرانیستل شي.

مثبت چلند درسره په دې برخه کې ډیره مرسته کولای شي. په نن فکر درته د سبا فرصتونه مهیا کولای شي خو په پرون کې ډیر فکر کول او په اړه یې ډیرې خبرې کول ددې سبب کیږي چې سړی نن له لاسه ورکړي.

نورمان وینسیټ پیل وایي:"مثبت چلند دا دی چې ته د ستونزې په اړه څه ډول فکر کوې؟ لیوالتیا دا ده چې سړی په دې ځان پوه کړي چې د ستونزې په اړه څه ډول احساس لري؟ مثبت چلند او لیوالتیا ددې سبب کیږي چې سړی د ستونزې د حل لاره راوباسي." زموږ یې هم همدا اخري کار خوښیږي!

 

له The Difference Makers کتاب څخه!

که چیرې کومه جدي ستونزه ولرې نو هغه خو پخپله له مخې نه ورکیږي؛ وګوره چې چلند دې د ستونزې په مقابل کې غلط نه وي!