+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکټوبر اوله

Rokyan Management Consultancy International FZE

خطر ومنه

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ:روکیان

که په نړۍ کې ژوند کوې، نو په دې پوه شه چې په دې دنیا کې هیڅ داسې ځای نشته چې هغه دې امن وي او داسې کوم کار هم نشته چې هغه دې له ستونزو خالي وي. هیلن کیلر (Heller Keller)چې د معیوبو خلکو لپاره ویناوال، لیکوال او د هغوی ګټندوی دی وایي:"دغه د امنیتمسله په خپل ذات کې یو وهم دی. په طبیعي ډول داسې یو څه شتون نه لري نه هم د انسان زامنو داسې یو څه تجربه کړیدي. له خطره ځان پټول او یا هم ځان ترې ګوښه کول په اوږد مهال کې تاوان کوي. ژوند پخپل ذات کې یوه ماجرا ده او یا هم هیڅ مانا نه لري!"

 

په ژوند کې هر شی له ځان سره خطر لري. که غواړې چې کوم ستر کار ترسره کړې، نو کیدای شي له ماتې سره مخامخ شې. خو دا هم په یاد ولره که چیرې ځای په ځای ودریږې او هیڅ کار ترسره نه کړې نو بیا دې دوه چنده تاوان کړیدی. جي کې چیسټرټون لیکلي:"تقدیر هغه وخت په تاسو اغیز کولای شي کله یې چې په مقابل کې اقدام ونه کړئ خو که اقدام وکړ او خپلو کارونو ته مو عملي بڼه ورکړه نو بیا تقدیر هم در باندې اغیز نشي کولای!!!"څومره چې له خطره ځان ساتې، هومره له ناکامۍ چانس دې ډیریږي! د حیرانتیا خبره خو دا ده چې څومره ته په خطر کې ځان غورځوې او څومره هم له ناکامۍ سره مخامخیږې، هومره د بریا فرصتونه دې ډیریږي او بریالی کیږې!

 

له Failing Forwardکتاب څخه!

 

آیا غواړې چې خطر په ځان ومنې—حتیٰ که ناکامیږی هم—تر څو یوه ښکلې راتلونکې دې په نصیب شي؟