+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

شلم څپرکی: د اظطرار حالت رامنځته کړئ!

Rokyan Management Consultancy International FZE

eat that frog

"د وخت په انتظار مه کیږه. له هغه ځایه یې پیلوه په کوم ځای کې چې یې! وسایلو ته هم انتظار مه وباسه. څه چې درسره دي په هغوی کار پیلوه. څومره چې د کارکرده ګي ښه کیږي په هماغه اندازه ښه وسایل هم ترلاسه کولای شی." ناپلیون هیل

تکړه خلک هغه دي چې خبرې کمې خو عمل ډیر کوي. تکړه خلک چې وخت ومومي نو فکر کوي، پلان نیسي او لومړیتوبونه تعینوي. همدا چې له کاغذي کارونو خلاص شول، سمدستي د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره لاس په کار کیږي. دوی په همدغه اوسط وخت کې چې نوره خلک یې د ټوکو ټکالو، ملګرتیا او وخت ضایع کولو لپاره کاروي، دوی پکې ستر کارونه ترسره کوي.

کله چې ته په لویو کارونو کار کولو ته ادامه ورکړې، نو ډیر زر هغه پړاو ته رسیږې چې "جریان" بولي.

د کاري جریان پرمهال که ادامه ورکړئ له ډیرو معجزه یي کارونو سره مخامخ کیږئ. دغه مهال تاسو لاسته راوړنې لرئ. څومره مو چې لاسته راوړنې ډیرې وي، هومره مو انرژي ډیریږي او د خوښۍ احساس کوئ. خپل ځان مو خوښیږي او د خپل ځان په اغیزمنتیا باوري کیږئ. د "کاري جریان" پرمهال ته خپل شاوخوا کسان درک کولای شئ؛ خپل لیدلوری معلومولای شئ؛ نوي نظریات ورکولای شئ.

د کاري جریان د خړوبولو لپاره یوه لاره دا ده چې سړی د "فوري ترسره کولو" احساس رامنځته کړي.

فوري ترسره کولو مطلب دا دی چې ته په یوه کار سمدستي پیل وکړی او زر یې پای ته ورسوې.

د فوري ترسره کولو احساس تاسو دې ته اړ باسي چې زر یې پیل کړئ او زر یې ترسره کړئ. د فوري ترسره کولو احساس داسې دی لکه چې سړی د خپل ځان سره مقابله کوي.

دغه د فوري ترسره کولو احساس تاسو دې ته اړ باسي چې تاسو سمدستي په یوه کار لاس په سر شئ او سمدستي یې ترسره کړئ. خبرو ته مو نه پریږدي بلکې د خبرو په ځای مو عمل ته اړباسي. د فوري ترسره کولو عمل مو دې ته اړباسي چې هغه کارونه ترسره کړئ او هغه قدمونه پورته کړئ چې نتایج پرې مرتبیږي او د موخو د لاس ته راوړلو سبب کیږي.

کله چې ته د عمل سړی شولې، نو ته "د خوځون اصل ته ننوځې". دغه اصل وایي چې د نه حرکت او نه خوځون په حالت بری موندل وخت نیسي او ډیرې انرژۍ ته اړتیا لري خو چې سړی یو ځلې پرې بریالی شي بیا نو هومره انرژۍ ته اړتیا نه لیدل کیږي څومره یې چې ویره موجوده ده.

د زر ترسره کولو پرمهال یوه ښه خبره دا ده چې ته په پیل کې ښه انرژي لرې. کله چې ته په چټکتیا او ‌ډیرې انرژۍ سره یو کار ترسره کړې، نو په اغیزمنتیا سره یې ترسره کوې ځکه تاسو ډیره انرژي لرئ، دا چې ډیره انرژي لرئ نو ښه او زر یې ترسره کوئ، کله مو چې ښه ترسره کړ او زر مو ترسره کړ، ښې پایلې لرئ. کله مو چې پایلې ترلاسه کړلې، خوښیږئ. نه یوازې خوښیږئ بلکې ترفیع مو کیږي، وده کوئ او عزت النفس او په ځان ویاړ مو ډیریږي.

د آغاز تر ټولو اسانه، ساده او ډیره غښتلې لار دا ده چې سړی ووایي: "همدا اوس یې وکړه، همدا اوس یې وکړه، همدا اوس یې وکړه!"

که چیرې ځان درته ورو او یا هم له کاره منحرف شوی ښکاري نو له ځان سره څ ځلې ووایه: "کار ته وګرځه، کار ته وګرځه! کار ته وګرځه!"

یوه خبره درته کوم چې که ته په دې اصل عمل وکړې نو ته به د هغو کسانو په نوملړ کې را شې چې تل مهمو کارونو ته لومړیتوب ورکوي او زر تر زره یې ترسره کوي. ددغه اصل عملي کول به دې پخپلې رشتې او کاري ساحې کې وځلوي.

دغه چونګښه هم وخوره:

همدا نن پریکړه وکړه چې په هر کار کې به له فوريت څخه کار اخلې.  پخپلو رسمي او غیررسمي کارونو کې یوه ساحه په ګوته کړه چې ته په هغې کې د نورو کارونو په پرتله ورو او له تعویق څخه کار اخلې. په همدې ساحې کې د فوریت اصل پلی کړه.

که له کومې ستونزې سره مخامخیږې او یا هم کوم فرصت په لاس درځي، سمدستي پرې عمل کوه او تر لاس لاندې یې نیسه؛ په چابکتیا سره یې ترسره کوه او سمدستي یې راپور چمتو کوه. د خپل ژوند په هره کاري ساحه کې په چابکتیا سره عمل کوه. زه پوهیږم که ددې اصل په عملي کولو کې بریالی شوې، نو باور وکړه چې په ژوند کې به دې ژور بدلون رامنځته شي.